طالبان له اماراتو سره د سوداګرۍ او ټرانزېټ وروستۍ هوکړې ژر عملي کېدل غواړي

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي سره پر دوه اړخیزو اړېکو، سوداګرۍ او د ټرانزیټ پر وده خبرې وکړې. امیرخان متقي غوښتنه وکړه، چې متحده عربي اماراتو ته د ورستي سفر پرمهال د سوداګریزو او ټرانزیټي اړېکو د ودې په تړاو شوې هوکړې ژر عملي شي.

د دغه وزرات په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې سیف محمد الکتبي د جمعي په ورځ کابل ته د خپل سفر پر مهال له امیرخان متقي سره د ویزو پر اسانتیا، د ټرانزیټ ودې او سیمه ییزو چارو په تړاو وغږېد.

امیرخان متقي متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر بهیر کې د ټرانزېټ او سوداګرۍ اړوند هوکړو د ژر پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې سیف محمد الکتبي کابل ته د متحده عربي اماراتو او طالبانو ترمنځ د ورستیو هوکړو د تعقیب په موخه ورغلی.

د امیر خان متقي په مشری د طالبانو یو پلاوی د جنورۍ میاشتې په ۷ متحده عربي اماراتو ته په سفر تللی و.

امیرخان متقي ویلي، چې د متحده عربي اماراتو له یو شمېر چارواکو سره په لیدنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي اړېکو، د ویزو اسانتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزه برخه کې د یوه کمیسیون د جوړیدو، د بانکي همکاریو په برخه کې د اسانتیاوو، د هوايي چلند او ټرانسپورټ په برخو کې یو لړ هوکړې کړې دي.