بېنېټ: د افغان کډوالو ملاتړ او ساتنه یوه بنسټیزه اړتیا ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بېنېټ د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو اوږدمهالی کوربه‌توب روان وساتي او د هغوی له جبري اېستلو څخه ډډه وکړي.

بېنېټ د شنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) د خپل اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې ټینګار کړی چې په اوسني بحراني وضعیت کې د کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، قومي او مذهبي لږکیو او نورو زیانمنو خلکو ملاتړ او ساتنه یوه بنسټیزه اړتیا ده.

نوموړي په پاکستان کې د افغان کډوالو ناوړه وضعیت ته په اشارې زیاته کړې چې افغانستان ته د دغو خلکو جبري ستنېدل کولای شي د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کړي، په ځانګړي توګه په داسې وضعیت کې چې طالبان په سېستماتیکه توګه د ښځو او اقلیتونو په ګډون د خلکو له بنسټیز حقونو سرغړونه کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپورورکوونکي خبردرای ورکړی چې د کډوالو اېستل د هغوی پر وړاندې د ګواښونو له‌ پاملرنې پرته، د دولتونو د بشري حقونو د ژمنو خلاف اقدام بلل کېږي.

هغه همداراز ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د کړکېچ لپاره دوامداره حل د نړۍوالې ټولنې پراخ پیوستون او ملاتړ ته اړتیا لري.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د پاکستان له حکومته غوښتي و چې د اسلام‌اباد، راولپنډۍ او له نورو ښارونو څخه د افغانانو د اېستلو او افغانستان ته یې د جبري ستنولو سیاست ودروي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په ټولو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیول‌کېدو په موخه اقدامات ګړندي او کور په کور یې عملیات پیل کړي دي.