بریتانیا د طالبانو له ګواښ سره مخ ۳۰۰ افغانان انتقالوي

په بریتانیا کې د براکنل فورسټ شورا اعلان وکړ، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به ۳۰۰ هغه افغانان په دغه سیمه کې مېشت شي چې د ګواښونو له امله یې خپل هېواد پریښی دی. دا شورا وايي، په برېتانیا کې د دغو افغانو مېشتېدنه د دوی د ۲۰۲۴ کال د افغان کډوالو د ملي مېشتنېدنې د پلان برخه ده.

د بریکنل فوریسټ سیمه ییزې شورا د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل، چې دغه ښار به ډیر ژر هغو کورنیو ته ښه راغلاست ووايي، چې د طالبانو له لاسه یې خپل هېواد پریښی دی.

د بریکنل پوریسټ شورا وايي، چې دغه اقدام د انګلستان د بیا میشتیدنې ملي پلان یوه برخه ده، ترڅو د برېتانییا د پخوانیو نظامي همکارانو لپاره خوندي راتلونکی ډاډمن کړي.

یادې شورا په خپله اعلامیه کې ویلي، چې په دغو افغان کډوالو کې هغه کسان شامل دي، چې په افغانستان کې یې د برېتانيا پروګرامونو کې کار کړی، یا یې د برېتانیا په هڅو په افغانستان کې مرسته کړې وه او د طالبانو له ګواښ سره مخ دي.

د یادې شورا د معلوماتو له مخې، دغه افغانان به سږکال پسرلي کې په دریو کروپونو کې لندن ته انتقال شي.

د شورا مشره ماري ټیمپرټن وايي:«موږ د هغو خلکو سره د مهربانۍ، ملاتړ او پاملرنې اوږد تاریخ لرو چې په خپل ژوند کې یې صدمه او ناکرارۍ تجربه کړې وي، پدې معنی چې دوی نور نشي کولی په خپل هیواد کې په خوندي ډول پاتې شي.»

د بریکنل پوریسټ شورا ویلي، چې برېتانیا ته ورتلونکو دغو افغانانو ته به "د نامعلوم وخت لپاره د استوګنې جوازونه" ورکړل شي او دوی به د "غیرقانوني کډوالو او پناه غوښتونکو" په توګه نه پیژندل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې برېتانوي چارواکو د تېر کال په لړم میاشت کې اعلان کړی و، چې ۲۲۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه په ځانګړو الوتنو کې لندن ته انتقال کړي.