د ټرمپ ۱۰ سلنه تعرفه؛ امریکا ته افغانستان څه صادروي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د دغه هېواد پر ټولو وارداتي توکو ۱۰ سلنه تعرفه ولګوله، چې دې کې د افغانستان صادرات هم شامل دي. د طالبانو تر کنترول لاندې احصایې او معلوماتو ادارې ویلي چې غالۍ، زعفران، انځر، نسوار، جارو او پتنګ امریکا ته د افغانستان صادراتي توکي دي.
د احصایې او معلوماتو ادارې چې د طالبانو تر څار لاندې فعالیت کوي، په خپل کلني رپوټ کې ویلي چې افغانستان په ۱۴۰۲ کال کې ټولټال د پنځه اعشاریه اووه میلیونه ډالرو په ارزښت توکي امریکا ته صادر کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډترمپ د چارشنبې په ورځ وویل چې هغه به د امریکا پر ټولو وارداتي توکو ۱۰ سلنه تعرفه ولګوي او د دغه هېواد پر لویو سوداګریزو شریکانو به زیاتې تعرفې وضع کړي.
د افغانستان نوم هم په هغو هېوادونو کې شامل دی چې امریکا یې پر وارداتي توکو لس سلنه تعرفه لګولې ده.
په داسې حال کې چې له امریکا څخه افغانستان ته واردات ۲۳،۴ میلیونه ډالر وو، د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي بیلانس په دې کال کې۱۷،۷ میلیونه ډالره منفي ثبت شوی دی.
د دغه کلني رپوټ له مخې، افغانستان په دې کال کې شاوخوا ۱۳ زره مربع متره غالۍ چې ارزښت یې یو میلیون ډالره دی، ۱۹ کیلو ګرامه وچه هوږه، چې ارزښت یې ۴۱ ډالره دی، ۵۰۰ کیلو ګرامه زعفران چې ارزښت یې ۵۳۰ زره ډالر دی، ۱۰۸ زره کیلو ګرامه وچ انځر چې ارزښت یې ۲۸۰ زره ډالره دی او ۱۶ زره کیلو ګرامه پان چې ارزښت یې ۱۳۰ زره ډالره دی، امریکا ته صادر کړي دي.
دغه راز، پنځه زره کیلو ګرامه ددېګ مصالې چې ارزښت یې ۲۰ زره ډالر دی او پتنګ چې ارزښت یې ۱۰۰ ډالره دی، هم امریکا ته د افغانستان د صادراتو په لېست کې شامل دي.
پر دې سربېره، نور توکي لکه کروت، شات، ګلاب ګل، تنباکو، کاني ډبرې، ویالنی، ټغر، کڅوړې او پلاستیکي بوجۍ، خټین لوښي، جارو، طبي بوټي، خواږه، د کالیو مینځلو صابون، نکریزي، وچه هوږه، بادام، الو بخارا، توت، مندتې او مڼې هم دي چې ډېری پېرونکي او مصرفوونکي یې افغانان دي.
رپوټونه ښيي چې په ۱۴۰۱ کال کې، افغانستان امریکا ته ۵،۳ میلیونه ډالره صادرات درلودل او واردات یې ۳۴،۷ میلیونه ډالر وو چې تجارتي بیلانس یې ۲۹،۴ میلیونه ډالره منفي و.
د امریکا د حکومت د تعرفو جدول له مخې، د دغه هېواد صادراتی توکي افغانستان ته ۴۹ سلنه ګمرکي تعرفه لري. له امریکا سره د افغانستان ټولیزه سوداګري په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۳۴ میلیونه ډالره اټکل شوې ده.
د امریکا د ځانګړي سوداګریز استازي د دفتر د معلوماتو له مخې، افغانستان ته په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا صادرات ۱۱،۴ میلیونه ډالرو ته ورسېدل چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۷۶،۹ سلنه کموالی (۳۸،۲ میلیونه ډالر) ښيي.
له امریکا څخه افغانستان ته واردات په ۲۰۲۴ کال کې ټولټال ۲۲،۶ میلیونه ډالر وو چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۱۳،۲ سلنه زیاتوالی (۲،۶ میلیونه ډالر) ښيي. د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د امریکا او افغانستان ترمنځ تجارتي بیلانس د ۲۰۲۳ کال له اضافي ۲۹،۷ میلیونه ډالرو څخه په۲۰۲۴ کال کې په ۱۱،۱ میلیونه ډالره سوداګریز کسر بدلون موندلی.