د پولیو ملي مرکز: پر ډیورنډ کرښه دې د بېرته ستنېدونکو کډوالو ماشومان واکسین شي

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو له پرېکړې سره هم مهاله د طالبانو تر واک لاندې د‌ پولیو د مخنېوي بېړني ملي مرکز له بېرته ستنېدونکو کډوالو څخه غوښتي، چې پر ډیورنډ کرښه دې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینو څاڅکي ورکړي.

ویل کېږي پاکستان پرېکړه کړې، چې د افغان کډوالو د ایستل کیدو لړۍ د اپریل میاشتې له لسمې نېټې څخه وروسته چټکه کړي، خو د‌ پولیو د څاڅکو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې دغو ستنیدونکو ته د طالبانو له لوري په کور دننه د تابیاوو او ښه راغلاست هڅې خورا کم رنګه ښکاري.

دغه مرکز ویلي، چې افغانستان د پولیو ویروس د لېږد اټکل شته او باید د خپریدو مخنېوي لپاره یې ورته اقدامات وشي.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس ګواښ په کې تر بل هر ځای ډېر دی.

په افغانستان کې د دغه ویروس د خپریدو یو لوی لامل له پاکستان هېواد څخه بېرته ستنیدونکي کډوال بلل شوي، چې له ځانونو سره یې د ګوزڼ دغه ویروس لېږدوي.

په افغانستان کې هره میاشت د پولیو واکسین د طالبانو له سختو محدودیتونو سره سره بیا هم تطبیق کېږي.

باورنه دا دي، چې په لرې پرتو کلیوالي سیمو کې د ناسمو کلتوري او مذهبي روایتونو له کبله خلک نه غواړي چې د کورنۍ ماشومان دې یې د ګوزڼ ضد واکسینو څخه برخمن شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې په تېر ۲۰۲۴ کال کې د ګوزڼ نږدې ۲۵ پېښې په ټول هېواد کې ثبت شوې چې د ۲۰۲۳ په پرتله څلور برابره ډېرې وې.

یاد شمېر څخه یوازې ۲۰ پیښې تېر کال په کندهار او هلمند ولایتونو کې ثبت شوې وې.