د امریکا د پوځ جنرال کریسټوفر کاوولي: اوکراین د جګړې د بشري ځواک ځینې ستونزې حل کړې
د امریکا د پوځ یو جګپوړي جنرال ویلي، اوکراین د روسیې پر ضد د جګړې لپاره د سرتېرو کمښت ته ځینې حللارې موندلي، چې د استخدام د شرایطو پراخول هم پکې شامل دي.
د امریکا د پوځ جنرال کریستوفر کاوولي د پنجشنبې په ورځ وویل،چې که امریکا اوکراین ته د وسلو او استخباراتي معلوماتو چمتو کول بند کړي، دا به د کیېف لپاره ډېر زیانناک وي، که څه هم اوکراین هڅه کړې چې د وسلو د تأمین سرچینې پراخې کړي.
دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په دفتر کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي سره له تاوتریخوالي ډک بحث وروسته په لنډمهاله توګه اوکراین ته د مرستو ځینې برخې وځنډولې.
رپوټ وايي، د دې ناندریزې ناستې پر مهال، د امریکا مرستیال ولسمشر د اوکراین د بشري ځواک له کمښت شکایت وکړ او ټرمپ زېلینسکي ته وویل، چې د امریکا له مرستې پرته ته د دې جګړې د پای ته رسولو وس نه لرې.