کراچۍ کې د طالبانو کونسل د سند ایالت د پوليسو له مشره غوښتي چې افغانان ونه ځوروي
په کراچۍ کې د طالبانو کونسل سید عبدالجبار تخاري د سند ایالت د پولیسو له مشر سره په اختريزه ليدنه کې له پاکستان نه د افغان کډوالو د ایستلو او ځورولو په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو کونسل غوښتنه کړې، چې د بې اسنادو کډوالو د ایستلو په پلمه دې نور افغان کډوال نه ځوروي.
په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ نن چار شنبه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په دغه ښار کې د طالبانو کونسل عبدالجبار تخاري د سند د پولیسو له مشر غلام نبي میمن سره اختريزه ليدنه کړې.
د اعلامیې د معلوماتو له مخې، د طالبانو کونسل عبدالجبار تخاري په دې ليدنه کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ستونزې او اندېښنې شریکې کړې.
د طالبانو په اعلاميه کې راغلي: «هغه مسله چې افغانان یې اندېښمن کړي دي له هیواد څخه د بې اسنادو کډوالو د ایستلو په پلمه دې هغه افغانان چې د اوسیدو قانوني اسناد لري د پولیسو له خوا نه ځورول کیږي.»
طالب کونسل تخاري په دې ليدنه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.
د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، چې د سند د پولیسو مشر د دوه اړ اخیزې همکارۍ ډاډ ور کړی.
په پاکستان کې له تېرو څو میاشتو راپه دې خوا افغانان د پولیسو تر څار او تعقیب لاندې دي.
د اسلام اباد او راولپنډۍ پولیس کور په کور د افغانانو لټه کوي او تر اوسه زرګونه هغه افغانان نیول شوي چې قانوني اسناد یې نه لرل.