د قرغیزستان پارلمان د افغانستان د قوشتېپې پر کانال اندېښنه ښودلې

د قرغیزستان پارلمان (جوګورکو کینیس) چې د عالی شورا په نامه یادیږي،د افغانستان د قوشتېپې کانال د جوړولو پر څرنګوالي اندېښنه ښودلې ده.

ددې شورا مرستیالې ګولیا کوژوکولوا د اپرېل پر دویمه د اوبو او انرژۍ موضوع را پورته کړه او ویې ویل، چې د اوبي سرچینو د وېش مساله باید په جدي توګه وڅېړل شي.

د قرغیزي رسنیو د رپوټونو له مخې، هغې د قوشتیپې کانال په تړاو بحث په ترڅ کې د اوبو د مسایلو په تړاو وویل، چې « دا موضوع ډېره حساسه ده. د متخصصانو او اکاډمیکو کسانو نظر ته اړتیا ده. موږ باید پر دې تمرکز وکړو، ځکه د دولتي ادارو د اصلاحاتو پر مهال دا موضوع باید په ځانګړي ډول په پام کې ونیول شي».

کوژوکولوا ویلي، چې قرغیزستان د انرژۍ سکتور کې بیړنی حالت اعلان کړی، نو باید د اوبو برخه کې هم بیړنی حالت په پام کې ونیول شي.

قرغیزي متخصصان وايي، د افغانستان د اوبو کانال د جوړېدو له امله به دا موضوع نوره هم جدي شي.

د قرغیزستان تازابیک رسنۍ وايي، چې د قرغیزستان عالي شورا دوه ورځې وړاندې د اوبو د سیاست موضوع کې د افغانستان د قوشتیپې د کانال موضوع هم شامله کړې ده.

د قرغیزستان د پارلمان غړي علیشر اربایف د امو سیند او سیردریا د اوبو د ویش په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د قوشتیپې کانال ډېره برخه اوبه په شګو کې جذبیږي.

نوموړي زیاته کړې، چې « افغانستان یو ۱۰۰ کیلومتره اوږد کانال جوړ کړی، او ۳۰ او ۴۰ سلنه اوبه به په ساده ډول د کانال په شګو کې جذب شي. لاندې زموږ ګاونډیان، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، به له ستونزو سره مخ شي، ځکه ۴۰سلنه اوبه به دوی ته ونه رسېږي او دا به لویې ستونزې رامنځته کړي».

د قرغیزستان د امنیت شورا منشي مارات ایمانکولوف ویلي چې د امو سیند د اوبو کمښت به له سیردریا سیند څخه د کرنې او نورو اړتیاوو لپاره د اوبو مصرف ډېر کړي.

د قوشتیپې کانال د افغانستان په ملي پروژو کې شمېرل کیږي چې د داودخان د واکمنۍ له وخت راهیسې یې څوځله د پلیتابه لپاره اقدامات شوي دي.