سیدجواد حسین کاظمي: ډېر ژر به د خرلڅیو او انګور اډې لارې د سوداګرۍ لپاره پرانیستل شي

د پاکستان او افغانستان د سوداګرو ګډې جرګې د پاکستاني اړخ مشر سید جواد حسین کاظمي وايي، ډېر ژر به پر ډیورنډ کرښه د خرلڅیو او انګور اډې لارې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانسپورټ لپاره پرانیستل شي.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د دغې تړل شوې لارې د پرانیستلو په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
نوموړي دغه ځرګندونې د پېښور د قول اردو له قوماندان سره تر ناستې وروسته کړې دي.
په دغې ناسته کې یوشمېر سوداګرو، قومي مشرانو، د شمالي وزیرستان او کورمې ځایي چارواکو ګډون لاره.
په دغه ناسته کې د خرلڅیو او انګور اډې لارې د سوداګریزو فعالیتونو د بیا پرانیستلو په اړه په بېلابېلو وړاندیزونو هوکړه وشوه.
په دغه ناسته کې د سوداګریزو فعالیتونه د ودې او د سیمې د پراختیا لپاره د دواړو لارو د پرانیستلو غوښتنه شوې.
خو د پښتونخوا والي هم څه موده وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډيورنډ کرښه د اوو ګډو لارو د پرانېستلو غوښتنه کړې وه.
فیصل کریم کنډي ویلي و، چې د دغو لارو پرانېستل به د سوداګرۍ او سیمه‌ییزو اتصال کچه پراخه کړي.
که څه هم نوموړي د دغو لارو نومونه نه وو اخیستي؛ خو د پاکستان سره نورو لارو کې د انګور اډې، د خرلڅیو، د پښتونخوا د ميرانشاه ولسوالۍ د غلام خان او د خوست لاره، د خیبر پښتونخوا د سوات د ارندو سیمه او د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ ترمنځ لاره، د بلوچستان کلا سیف الله او زابل ترمنځ لار او د پکتيکا د ځاځي اريوب او پاړه چنار تر منځ د ترې منګل لارې راځي؛ چې ډېری وخت د بېلابېلو لاملونو له امله تړل کېږي.