د غزې جګړه کې د وژل شویو خبریالانو شمېر د نړۍوالو، افغانستان او ویتنام تر جګړو زیات دی

یوه تازه څېړنه ښيي چې د غزې جګړه د خبریالانو لپاره په تاریخ کې تر ټولو مرګونې او خونړۍ جګړه وه. د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې د غزې په جګړو کې له ۱۴۷ تر ۲۳۲ پورې خبریالان وژل شوي دي.

په دې جګړه کې د وژل شویو خبریالانو شمېر د دې مسلک د ټولو وژل شویو کسانو له شمېر څخه چې په لویو جګړو لکه د لومړۍ او دویمې نړۍوالې جګړې، د امریکا کورنۍ جګړې، د کوریا جګړې، د ویتنام جګړې او د افغانستان جګړو کې وژل شوي وو، زیات دی.
په براون پوهنتون پورې اړوند (د جګړو د لګښتونو) د نوې پروژې د راپور پر بنسټ چې بوستون ګلوب ورځپاڼې خپور کړی، ښيي چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې د غزې په جګړو کې له ۱۴۷ تر ۲۳۲ پورې خبریالان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دویمې نړۍوالې جګړې پرمهال یوازې ۶۷ خبریالان وژل شوي وو.
دغه راپور چې د سې‌شنبې په ورځ خپور شوی، ټینګار کوي: «دا جګړه، په ساده ډول د خبریالانو لپاره په تاریخ کې تر ټولو مرګونې پېښه ده.»
د دې څېړنې لیکوونکي وایي، ډېری خبریالان چې د غزې د جګړو په شان پېښو کې وژل شوي سیمه ییز خبریالان دي او د نړۍوالو پېښو د خبري پوښښ لپاره د بهرنیو خبریالانو حضور د پام وړ کم شوی دی.
خبري شبکې د نړۍ د تر ټولو خطرناکو پېښو د پوښښ لپاره ډېری وخت پر سیمه‌ییزو خبریالانو تکیه کوي، چې اکثره یې د لږ معاش او محدودو سرچینو سره کار کوي.
په غزه کې فلسطيني خبریالان د جګړو له پیل راهیسې خوړو او پاکو اوبو، سرپناه او برېښنا ته په سمه توګه لاسرسی نه لري.
ښځینه خبریالانې او د رسنیو نور کارکوونکي له هغې جملې ژباړونکي له انلاین ځورونې، د جنسیتي کرکې څرګندونې، فزیکي چلند، جنسي تېري او ان وژنو سره مخ شوې دي.
د «د جګړې لګښتونه» پروژې مدیرې، استفاني ساول، وویل: «خبریالان په بې‌سارې توګه د جګړو قرباني کېږي. ډېموکراسي او سوله له آزادو رسنیو سره تړاو لري، او نظامي کېدل په بېلابېلو ډولونو د ډېموکراسۍ د کمزورې کولو لامل ګرځي.»
یوازې یادې پروژې نه، بلکې تر دې وړاندې هم د غزې په جګړو کې د خبریالانو وضعیت مستند شوی دی.
د ۲۰۲۴ کال په فېبرورۍ د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوه ځانګړي راپور کې اعلان وکړ، چې ۲۰۲۴ کال په تېرو درېیو لسیزو کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و.
د دې راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۴ کال کې نږدې دوه پر درېیمه برخه وژل شوي خبریالان او د رسنیو کارکوونکي فلسطینیان وو، چې د اسراییلي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
د دې کمېټې د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، چې له دې جملې څخه ۱۰ تنه یې په اسراییل او غزه کې حضور درلود.