په بلغاریا کې د ۱۸ افغانانو د مړینې عاملان محاکمه کیږي

د بلغاریا د صوفیه ښار څارنوالۍ دفتر د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پنځه کسان د یوې منظمې جنایي ډلې په غړیتوب، قاچاق او د ۱۸ افغان اتباعو د قتل په تور محکمې ته راجع شوي دي. لاهم د محاکمې نیټه نه ده ټاکل شوې.

د بلغاریایي رسنیو د رپوټ له مخې، د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ پر۱۷مه، د ۱۸ غیرقانوني کډوالو مړي، چې ظاهراً د ساه بندۍ له امله مړه شوي وو، له لوکورسکو کلي (له صوفیه څخه ۱۶ کیلومتره شمال ته) سره نږدې په یوه لارۍ کې وموندل شول.

دې لارۍ له ۵۰ ډېر کسان د لرګیو تر بار لاندې په یوه پټ ځای کې لیږدول.

پر دې کسانو په لګېدلو تورونو کې راغلي، چې ۵۲ افغانان د بورګاس ولایت د زیداروو کلي له سیمې څخه په یوه لارۍ کې اچول شوي وو. په لارۍ کې دوه فلزي جوړښتونه وو، چې جلا خونو ته ورته وو. د رپوټ له مخې، یوې خونې۱،۹۶ متره عرض، ۲،۵۶ متره اوږدوالی او صفر عشاریه ۷۵ متره لوړوالی درلود او بلې خونې ۱،۹۵ متره عرض، ۲،۵۶ متره اوږدوالی او صفر اعشاریه اتیا متره لوړوالی درلود.

د څارنوالۍ له مخې، دوه تورن کسان پوهیدل چې افغانان سمه سا نه شي اخیستلی ځکه ټول سره تخته شوي وو، خو بیا یې هم د کانتینرونو دروازې ورپسې بندې کړې وې او موټر ته یې حرکت ورکړی و.

څارنوالۍ ویلي، چې یاد کسان د ساه بندۍ له امله په ډېرې سختۍ مړه شوي دي.

د بلغاریا د ملي تحقیقاتو خدماتو مشر بوریسلاو سرافوف هغه مهال وویل، چې تورنو کسانو موټر په کلي کې پرېیښی و او چلوونکی او د هغه ملګري د کډوالو په مرګ تورن دي.

د قاچاق شبکې د ترکیې له سرحده بلغاریا او بیا صربیا ته کډوال لېږدول او له هغه ځایه بریتانیا، جرمني او فرانسې ته تلل.

د سرافوف په وینا، کډوال د ترکیې له پولو غیر قانوني تېر شوي وو او دوه ورځې یې په ځنګلونو کې تېرې کړې وې، خو وروسته د سویلي بلغاریا په یامبول ښار کې ټرک ته خېژول شوي وو.

په دې پېښه کې۳۴ ژوندي پاتې کډوال، چې پنځه پکې ماشومان هم شامل وو، د صوفیه روغتونونو ته انتقال شول.