پښتونخوا کې حکومت وايي، چې د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ پیلوي
د پاکستان جیونیوز د پښتونخوا د کورنیو چارو په وزارت کې د سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې په خپله خوښه د افغان کډوالو بېرته ستنېدو نېټه چې ۳۱ د مارچ ټاکل شوې وه پای ته رسېدلې، او د اپریل د میاشتې له لومړۍ وروسته به د یادو کډوالو د جبري ستنولو بهیر پیل کړي.
دغو سرچینو ویلي، چې د ۲۰۱۳ کال راپدېخوا ۶.۵ میلیونه افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته بېرته استول شوي دي.
سره له دې چې د پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پالیسي د پلې کېدو په درشل کې ده، یاده پالیسي وار د مخه په نړیوالو رسنیو کې د نړیوالو کتونکو او بشر حقونو د فعلانو تر نیوکو لاندې راغلې ده.
یو شمېر بهرنیو رسنیو د کډوالو او په ځانګړي توګه د مېرمنو ستنول هغوی ته د جدي کواښ په توګه په ګوته کړې ده.
برېتانیايي ورځپاڼې ګارډین په خپله سرمقاله کې د پاکستان دغه پاليسي د افغان معترصو مېرمنو لپاره خطرناکه بللې او د یوې ۶۰ کلنې افغان مېرمنې کیسه چې د بشر حقونو او زده کړو فعاله ده راخیستې ده.
دغې کډوالې مېرمنې چې په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته تر رسېدو ورسته یې د بشر حقونو لپاره مبارزه کړې او د دغې ډلې د تاوتریخوالي سره مخ شوې، ګارډین ته ویلي، چې که بېرته هېواد ته ستنه کړل شي نو دا د دې د مرګ په مانا ده.
پر همدې مهال یوه بله افغانه مېرمن امینه، بهرنې رسنۍ اېبيسي ته وایي، چې په افغانستان کې یې د ښځو حقونو لپاره مبارزه کوله چې اوس پاکستان ته راتښتېدلې ده. هغې زیاته کړې، چې له راتګ څو ورځې وړاندې یې د ننګرهار په یوې ځایي رسنۍ کې د ښځو د حقونو په اړه مرکه ترسره کړه، له هغې وروسته ورته طالبانو تیلفون وکړ، چې دغې ډلې ته یې توهین کړې او باید سزا وګوري.
د یادولو وړ ده، چې پاکستان کې له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د افغانانو پر وړاندې د پولیسو سخت اقدامات ترسره شوي.
د اسلام اباد او راولپنډۍ پولیس کور په کور د افغانانو لټه کوي، تر اوسه زرګونه هغه افغانان نیول شوي چې قانوني اسناد یې نه لرل.
له دغه ډلې زیات شمېر یې په جبري ډول له پاکستان څخه اېستل شوي او زیات شمېر لا هم د (حاجي کمپ) په نوم د پولیسو په یوه مرکز او د ستنولو په نور کمپونو کې د شړلو په درشل کې دي.