کندهار کې طالبان د هغو ځوانانو سرونه خرېیي چې موټرسایکل چټک ځغلوي

په کندهار کې طالبان د ترافيکي پيښو د مخنيوي په خاطر د هغو ځوانانو سرونه ور کلوي، چې موټرسایکل تېز چلوي. بل خوا بیا د دې ډلې محتسبينو د کندهار په تفریح ځایونو کې د ځوانانو د لوبو توکي ټول کړي او هغوی یې له تفريح څخه منع کړي دي.

په سویلي ولایتونو کې په اخترونو، ځانګړو ورځو او رخصتيو کې ډېری ځوانان په بې پروایۍ په تېز سرعت موټرسایکلونه ځغلوي، چې اوس طالبان د سزا ورکولو ترڅنګ د هغوی سرونه هم خرېیي.

طالبانو په رسمي ډول په دې اړه خبرداری نه دی ورکړی، خو پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې یوې ویډیو کې ښکاري، چې یو طالب د یوه ځوان سر کلوي او وایي: « دغه ځوان په موټرسایکل د مخ ټېرونه پورته کول او ځغلوی یې اوس مو سخت قانون ورته ايښی.»

په افغانستان کې تنګ سړکونه، د ترافيکي اصولو، ترافيکي نښو او سخت څار نشتوالی د ډېرو ترافيکو پېښو لامل ګرځي.

ډېر وخت پر طالب مسوولينو او امنیتي کسانو هم نیوکې کيږي، چې د موټر چلولو پر مهال ترافيکي اصول په پام کې نه نیسي او زيات په زور او پر یو طرفه سړکونو او تيز سرعت موټر چلوي.

همدا تېره ورځ د کندهار – هرات پر لویه لار په یوه ترافيکي پېښه کې د کندهار د یوه خصوصي پوهنتون درې استادان مړه شول.

بل خوا بیا د اختر د خوښۍ په مراسمو کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبين په تفریح ځایونو کې د ځوانانو د لوبو مخه نيسي او پر هغوی خپل نوي قوانين عملي کوي.

په کندهار کې د امربالمعروف محتسبين چې په تفریح ځایونو کې د ځوانانو د لوبو د توکو ټولولو پر مهال
په کندهار کې د امربالمعروف محتسبين چې په تفریح ځایونو کې د ځوانانو د لوبو د توکو ټولولو پر مهال

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته له کندهار ه یو شمېر ځوانانو په پيغامونو کې ویلی، چې دې ډلې د دوی د تفريح پر مهال د لوبو توکي او «لډو» ټول کړي او خبرداری یې ورکړی، چې د دوی بنديزونه عملي کړي.

د طالبانو امربالمعروف څو میاشتې وړاندې په کندهار کې پر لډو او قطعو بندیز ولګاوه او دا یې یو عبث کار وباله.