پولیټیکو: په هسپانیا کې د طالبانو پخوانی سفیر په امریکا کې نیول شوی دی
پولیټیکو راپور ورکړی، چې د هسپانیا لپاره د طالبانو پخوانی سفیر محمد رحیم وحیدي د دوشنبې په ورځ د امریکا د کډوالۍ ادارې لهخوا د ویرجنیا په ډلاس هوایي ډګر کې نیول شوی دی.
نوموړی له هغه وروسته ونیول شو، چې یوه فدرال قاضي د هغه د خوشې کېدو غوښتنه رد کړه.
د راپور له مخې، محمد رحیم وحیدي د امریکا یو قانوني دایمي اوسېدونکی دی چې د ویرجینیا په سټرلېنګ کې د خپلې مېرمنې مریم شاکري وحیدي سره ژوند کوي.
د راپور له مخې، د وحیدي نیونه د هغه د اوښي فرهاد شاکري د جرمي تورونو سره تړاو لري.
نوموړی په امریکا کې مېشتې د ایران د حکومت مخالفې خبریالې د وژلو په قضیه کې تورن شوی دی.
په راپور کې راغلي، چې ډلاس ته له رسېدو وروسته له وحیدي څخه د هغه د اوښي په اړه د یو شمېر افسرانو لهخوا پوښتنې ګروېږنې وشوې چې ګومان کېږي د اېف بي ای افسران وو.
د راپور له مخې، د روانې میاشتې په پیل کې د جنسي تېري تورونو وروسته هسپانیا له وحیدي څخه د هغه ډیپلوماتیک خوندیتوب واخیست؛ خو د نوموړي په وړاندې هیڅ جرمي تورونه نه دي ثبت شوي.
وروسته له هغه چې د وحیدي وکیل د یکشنبې په ورځ عریضه وړاندې کړه فدرال قاضي لویي برنکیما د وحیدي د خوشې کولو غوښتنه رد کړه؛ خو له قضایي حوزې د هغه د لېږد غوښتنه یې رد کړه او امر یې وکړ، چې وحیدي دې د دوشنبې په سهار د محکمې د پرېکړې اورېدنې لپاره اسکندریه محکمې ته حاضر کړي.
هغه دارنګه له چارواکو غوښتي، چې د امریکا د ګمرکونو او سرحدي ساتنې د نیونې معیارونو ته غاړه کېږدي.
د وحیدي وکیل حسن احمد لیکلي:« مېرمن شاکري وحیدي د شپې شاوخوا ۱۲:۱۵ بجې له ۱۲ ساعتونو نیول کېدو وروسته خوشې شوه او کور ته د تګ اجازه یې ترلاسه کړه.»
احمد وویل، هغه د یکشنبې په شپه ډلاس ته سفر وکړ چې د وحیدي سره وګوري؛ خو د یوه افسر لهخوا د دغه کار اجازه ورنکړل شوه.
د محکمې په دوسیه کې په مستقیمه توګه د وحیدي پر وړاندې د جنسي تېري تورونو په اړه څه نه دي ویل شوي او دغه قضیه یې په هسپانیا کې یو فعال ته اړونده بللې، چې هلته یې د افغانستان د سفارت د تړلو لپاره کمپاین کړی دی.
د راپورونو له مخې، سفارت هم په دې تړاو یوه اعلامیه خپره کړې او دغه ادعاوې یې بې بنسټه بللې دي.
د متحده ایالاتو د محکمې د دوسیې له مخې:« د وحیدي پر وړاندې د هسپانوي چارواکو لهخوا کوم جرمي تورونه نه دي ثبت شوي او ښاغلي وحیدي د خپلې دندې له لاسه ورکولو سره، سره اجازه ترلاسه کړه، چې له هېواده ووځي.»