افغان سوداګرو په هرات کې د ایراني تراکتور تولید ته لېوالتيا ښودلې

په هرات کې طالب چارواکو او سوداګرو د ایراني ټراکټورونو د توليد پيلولو غوښتنه کړې او له ایراني چارواکو څخه یې د همدې غوښتني د منلو هيله ښودلې. طالبانو په هرات کې پر يوې څلور لارې ټراکټور د سمبول په ډول ايښی او دغه يې د دواړو هيوادونو د یووالي نښه بللې.

د ایران ايرنا خبري اژانس د سې شنبې په ورځ په هرات کې د طالبانو د ښاروالۍ له قوله لیکلي، چې دغې ډلې له ایراني چارواکو څخه د ټراکټور د توليد جوړولو غوښتنه کړې.

په خبر کې راغلي، چې د هرات د طالبانو د ښاروالۍ مرستيال جلال الدین حقدوست د هرات په مرکزي چوک کې د ټراکټور د سمبول د نومولو او پرانيستې په مراسمو کې وویل: «د ټراکټور سمبول نصبول د دوو ګاونډيو دوستو هېوادونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ نښه ده.»

حقدوست ټينګار کړی، چې دوی د دغه ډول اقداماتو هرکلی کوي او په دغه هېواد کې د ټراکټورونو د توليد جوړېدل به د افغانانو د خوښۍ لامل شي.

په مراسمو کې په هرات کې د ایران کونسلګرۍ مرستیال سید علي کامیاب د ایراني تولید ټراکټور په نوم د مرکزي څلور لارې نومول د ایراني صنعت د پياوړتيا په نوم یاد کړ او دا یې د د واړو هېوادونو د اړیکو لپاره یو نوی پړاو بللی دی.

هغه زياته کړې: «دغه اقدام به د دواړو هېوادونو په خاص ډول اقتصادي اړیکو کې یو نوی پيل وي.»

د ایرنا د معلوماتو له مخي، د دغه هېواد د ټراکټونو صنعتي ګروپ په تبريز کې ۹، په سنندج، ارومیه کې او په بهر کې د دوو - دوو څانګو په لرلو سره له تېرو ۵ لسیزو څخه فعالیت لري او تر دامهاله يې د زراعت او صنعت په برخه کې ۷۱ ډوله ماشينونه توليد کړي دي.