پاکستان په اسلام اباد او راولپنډۍ کې نیول شوي ۹۰ تنه افغانان پر تورخم واړول
پاکستاني چارواکي وايي، چې د حکومت له خوا افغان کډوالو ته په خوښه د بیرته ستنېدو نېټه پای ته رسېدلې او په لومړۍ ورځ يې ۹۰ تنه افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي. پاکستاني چارواکي وايي، افغانستان ته ستانه کړای شوي کډوال په اسلام اباد او راولپنډۍ کې نيول شوي.
د پاکستان کډوالو ادارې د افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې په خپله خوښه د افغان کډوالو بېرته ستنېدو نېټه د مارچ مياشتې په ۳۱مه پای ته رسېدلې او دا مهال د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهير پيل شوی.
چارواکو ويلي، په لومړي پړاو کې هغه افغان کډوال شامل دي، چې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري.
پاکستاني چارواکي وايي، ایستل شوي کسان د پېژندنې او قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته د تورخم د کډوالۍ مرکز له لارې افغانستان ته اوښتي.
د پاکستان کډوالو ادارې په خبره، په دې پروسه کې امنيتي ادارو ورسره همکاري کړې.
د پاکستان د همدې پاليسۍ له مخي، په ټول هېواد کې د غیر قانوني افغان کډوالو د نیولو عمليات پیل شوي.
له دې وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې پاکستان د اختر له امله د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ د اپرېل تر لسمې پورې ځنډولې ده.