د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د افغانانو د SIV ویزو غوښتنلیکونو ته رسېدنه دوام لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانانو د SIV ویزو غوښتنلیکونو ته رسېدنه دوام لري. دې وزارت په یوه پیغام کې ویلي، چې د دې غوښتنلیکونو ارزونه "سفارتونو کې د کتنې، د ویزې صادرولو پرېکړې، لکه قونسلي مرکې او امنیتي ارزونې" پړاوونو کې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه افغانان چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې لري، د دې هېواد مالي ملاتړ به ترلاسه نکړي.
د دوی په خبره، د یادې ویزې درلودونکي کولی شي، چې د سوداګریزو هوایي شرکتونو له لارې متحده ایالاتو ته سفر وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، هغه کسان چې امریکا ته د سفر لپاره ټکټ اخلي، باید دې هېواد ته په رسېدو سره د خپل مالي تامین توان ولري.
د بایډن د حکومت برخلاف، د ډونالډ ټرمپ حکومت د سپما د سیاست له مخې د کډوالو د استوګنې لپاره د سازمانونو مرستې بندې کړې دي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اېمېل پربنسټ، افغان کډوال به امریکا ته تر رسېدو وروسته د فدرالي حکومت له لوري هېڅ مرسته ترلاسه نه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه روښانه نه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ځواب تر کومې کچې د افغان کډوالو اندېښنې لرې کولی شي.
امریکا دغه پرېکړه په داسې حال کې کړې ده، چې ډېری افغانانو د دې هېواد له پوځ او حکومت سره د ګډ کار مخینه لري او دغه راز تمه لري، چې امریکا د هغوی د لېږد په برخه کې مرسته وکړي.
له دې سره، امریکا متحده‌ایالاتو ته د افغان کډوالو د لېږد «افغان اېواک» بنسټ تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې په امریکا کې د افغان کډوالو د مېشېتېدو په برخه کې د مرستو په بندېدو او دغه هېواد ته د یو شمېر مسلمانو هېوادونو د وګړو د سفر منع کېدل به په نږدې راتلونکي کې د شرایطو وړ افغانانو د کډوالۍ چارې مبهمې کړي.
له پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد د پروسې بندېدل په واشنګټن کې د دوی د بانفوذه ملاتړو اندېښنې راپارولې دي.
د امریکا د کانګرس درېیو غړو تېرې میاشت په یوه لیک کې د دې هېواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل، څو د افغانانو د اېستلو د بهیر د بشپړ درولو په اړه خپله پرېکړه بیا وڅېړي او د امریکا پخواني همکاران په افغانستان کې بې‌سرنوشته پرېنږدي.
دغو استازو د افغانانو د لېږد پروګرام د بندېدو پر ناوړه پایلو خبرداری ورکړی او ټینګار کوي، چې دا اقدام د امریکا د ۲۰۰ زره افغانو متحدانو ژوند ته ګواښ پېښوي.