الجزیرې له هغه افغان سره مرکه کړې چې پاکستان کې زېږېدلی او اوس د ایستلو له ګواښ سره مخ دی

الجزیرې ټلویزیون د لعل خان په نوم له هغه افغان کډوال سره مرکه کړې، چې یوازې پاکستان د خپل هیواد په توګه پېژني، اوس د ایستلو له ګواښ سره مخ دی. هغه په پاکستان کې زېږېدلی، هلته یې واده کړی، ماشومان یې هم په پاکستان کې زېږېدلي او هغه خپل مشر ورور هم هلته ښخ کړی.

لعل خان د سوېلي وزیرستان په یوې قبایلي ولسوالۍ کې زېږېدلی، چې د هغه مور او پلار د شوروي اتحاد له یرغل څخه څو کاله وروسته له افغانستانه پاکستان ته کډه شوي وو.
د ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسې د لعل خان کورنۍ د هغه مور، څلور وروڼه او نور خپلوان د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په څنډو کې په خټینو کورونو کې ژوند کوي، چې برېښنا او نورې اسانتیاوې هم نه‌لري.
اوس هغه له پاکستانه د شړلو له ګواښ سره مخ دی.
۳۶ کلن لعل خان الجزیرې ته ویلي:«دا داسې ده، لکه افغان اوسېدل چې یوه ګناه وي.»
خان وايي، ټوله کورنۍ یې د اې سي سي کارتونه لري، چې د پاکستان حکومت له‌خوا ورکړل شوي دي.
خو په تېرو دوو کلونو کې د افغانانو پر وړاندې د پاکستان حکومت له‌خوا د سیستماتیکو اقداماتو له امله نږدې ۸۵۰ زره افغانان له دغه هېواده اېستل شوي، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
اوس د لعل خان په څېر سلګونه زره د اې سي سي کارت لرونکي افغانان چې نږدې ټول ژوند یې په پاکستان کې تېر کړی؛ د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
لعل خان وایي: «موږ د افغانستان په اړه هیڅ معلومات نه لرو. موږ ټول ژوند دلته تېر کړی، دلته مې ملګري دي، دلته مو ځانته کاروبارونه برابر کړي. که حکومت زموږ په اېستلو ټینګار وکړي، موږ به لاړ شو؛ خو موږ به یو ځل بیا بېرته راستانه شو، ځکه دا زموږ کور دی.»

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو
د پاکستان حکومت د اټکلونو له مخې، پاکستان اوس‌مهال له ۲.۵ مېلیونو څخه د ډېرو افغانانو کوربه‌توب کوي.
د دوی په منځ کې شاوخوا ۱.۳ مېلیونه د پي او ار کارت لرونکي دي او ۸۰۰ زره بیا د اې سي سي کارت لرونکي افغانان دي.
که څه هم پخوا دغه اسناد قانوني ګڼل کېده؛ خو اوس یې حکومت ناقانونه بولي.
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر له‌خوا د افغان کډوالو د اېستلو په خپرې شوې طرحه کې راغلي، چې په لومړي پړاو کې هغه افغانان راځي چې اسناد نه‌لري او د اې سي سي کارتونه لري.

د پلان له مخې به دویم پړاو کې د پي او ار کارت لرونکي افغانان دي، چې د روان زېږدیز کال تر جون میاشتې وخت لري او په وروستي پړاو کې به هغه افغانان شامل وي، چې درېیمو هېوادونو ته د ویزو په تمه دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، د بشري حقونو د څار بنسټ او د بښنې نړۍوال سازمان په څېر د نړۍوالو سازمانونو د غوښتنو سره، سره په خپل دریځ ولاړ دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر الجزیرې ته وویل: «موږ په هېواد کې د څلورو لسیزو راهیسې د افغانانو کوربه‌توب کړی، خپله مېلمه پالنه او سخاوت مو ښودلی؛ خو دا به نور دوام ونه‌کړي او دوی به بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.»
د کډوالو د اېستلو په برخه کې پرېکړې له هغه وروسته وشوې، چې په وروستیو کلونو کې پاکستان د وسله‌والو ډلو له‌خوا د مرګونو بریدونو سره مخ دی چې اسلام اباد یې د پړې ګوته افغانستان ته نیسي.
دا هغه موضوع ده، چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د ټرینګلتیاوو د زیاتوالي لامل شوی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا مشرې اېلین پېرسن (د مارچ په ۱۹مه) په یوه بیان کې وویل: «پاکستاني چارواکي باید سمدلاسه د افغانانو اېستل ودروي او هغو کسانو ته چې له اېستل کېدو سره مخ دي د خوندیتوب غوښتنه وکړي.»
د بښنې نړۍوال سازمان هم له پاکستانه وغوښتل، چې په خپله پرېکړه بیا له سره غور وکړي.
د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا لپاره د سیمه‌ییزې ادارې مرستیالې ایزابیل لاسي (د مارچ په ۲۶مه) په یوه بیان کې وویل:« دا پېچلي اجرایوي فرمانونه د پاکستان حکومت د ژمنو او بشري حقونو د سازمانونو له‌خوا د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو د خوندیتوب لپاره د غوښتنو سره په ټکر کې دي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ټینګار کړی، چې حکومت د افغانانو په کوربه‌توب سره خپل مکلفیتونه پوره کړي او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره په مشوره کولو مکلف نه دي.
خو په پاکستان کې بیا د د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي وویل، دوی اندېښمن دي چې د اې سي سي کارت لرونکو په منځ کې ښایي ځینې کسان وي چې نړۍوال خوندیتوب ته اړتیا ولري.
افریدي الجزیرې ته وویل: «موږ له حکومت غوښتنه کوو، چې د دوی وضعیت ته له بشري اړخه وګوري.»
د لعل خان کورنۍ په اصل کې د افغانستان د کندوز ولایت وه، چې د ۱۹۹۰مې لسیزې په لومړیو کې اسلام اباد ته کډه شوې او له هغه وخت راهیسې هلته ژوند کوي.
د لعل خان ۷۱ کلنه مور ګلدانه بي بي وایي: «زه په دې هېواد کې له څلورو لسیزو راهیسې ژوند کوم. زما ماشومان او لمسیان ټول دلته زېږېدلي دي. ولې موږ له دې ځایه اېستل کېږو؟»
لعل خان د خپلو وروڼو سره یوځای د لرګیو کاروبار کاوه؛ خو په تېرو لسو کلونو کې دوه ځله دوی د افغانانو پر وړاندې د پاکستان حکومت د سختو اقداماتو له امله اړ شول، چې خپل کار پرېږدي او خپله هټۍ وپلوري چې له امله یې (۶۴۰۰ ډالر) زیان کړی دی.
لعل خان وایي: «پاکستان او افغانستان ګاونډیان دي. دا خبره بدلېدای نشي؛ خو له یو بل څخه کرکه کول به هیڅ ستونزه حل نه کړي.»
له لعل خان څخه شاوخوا ۱۰ کیلومتره (۶ میله) لرې په یوه کوچني رسټورانټ کې بینظیر رووفي د پېرودونکو په تمه ناسته ده.


هغه د ۳۵ کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي.
اغلې رووفي له خپلې کورنۍ سره په افغانستان کې د کورنۍ جګړې سره سمه پاکستان ته کډه شوه.
هغې الجزیرې ته وویل، دا پاکستاني خلک دي چې هغې ته هیله ورکوي.
نوموړې په ۲۰۱۷ کال کې د اې سي سي کارت ترلاسه کولو وروسته، د نړۍوالو نادولتي موسسو او دفترونو لپاره هم کار کاوه.
روفي په موسکا سره وویل، کله چې افغانان رسټورانټ ته راځي، دوی ته د افغانستان یادونه تازه کېږي.
د هغې په وینا:« ما یوازې غوښتل، چې د کورنیو لپاره ځای چمتو کړم؛ خو د کابل له سقوط وروسته زما رسټورانټ د ډېرو افغانانو لپاره پټنځای شو.»
هغه اوس وېره لري، چې حکومت به د هغې په څېر د اې سي سي کارت لرونکو سره څه وکړي؟
هغه وایي:« زه یوه مجرده ښځه یم او زه نن د هغه پاکستانیانو له امله دې ځای ته رسېدلی یمه، چې زما ملاتړ، ساتنه او پالنه یې کړې ده.»
اغلې رووفي چې رسټورانټ چلوي وايي، په پاکستان کې یې هوسا ژوند لاره.
هغې وویل:« د جنورۍ راهیسې پولیس دوه ځله زما رسټورانټ ته راغلي او ماته یې ویلي، چې زه دلته کار نشم کولی او باید دغه ښار پرېږدم؛ خو ولې؟ دا ښار د تېرو ۳۰ کلونو راهیسې زما کور دی. دا رسټورانټ زما ژوند دی.»
اغلې رووفي وایي:« زه هیڅ انتخاب نلرم. هیڅوک نه غواړي چې کډوال شي؛ خو زه کوم بل هېواد ته نشمه تللی او نه هم دغه ځای پرېښودای شمه.»