چین د تایوان شاوخوا پوځي تمرینات پیل کړل
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې چین د سې شنبې په ورځ د تایوان شاوخوا د پوځ او سمندري ځواکونو ګډ تمرینات پیل کړل او د تایوان ولسمشر لای چېنګ ټي یې «پرازیت» وباله. د دغه ټاپو شاوخوا تمرینونه وروسته له هغه پیل شول، چې لای تېره میاشت بیجېنګ «بهرنی دښمن» بللی و.
د تایوان حکومت دغه تمرینونه وغندل او د دغه هېواد د ولسمشر دفتر وویل، چې چین «د نړۍوالې ټولنې لهخوا په پراخه کچه د یوې ستونزې جوړونکي په توګه پېژندل شوی.»
د تایوان حکومت د بیجېنګ د حاکمیت ادعاوې ردوي او وايي، چې یوازې د ټاپو خلک کولی شي خپل راتلونکی وټاکي.
د تایوان دوو لوړپوړو چارواکو رویټرز ته ویلي، چې له لسو څخه ډېرې چینایي پوځي کښتۍ د تایوان سمندري سیمې ته نږدې شوې دي او تایوان یې هم د هر ډول ځواب لپاره خپلې جنګي کښتۍ سیمې ته واستولې.
خو د تایوان یوه چارواکي وویل، چې د چینایي پوځ لهخوا د ډزو کومه پېښه نه ده راپور شوې.
د تایوان دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل، چې د چین د شانډونګ الوتکو وړونکې ډله د دوشنبې په ورځ ټاپو ته داخل شوې وه.
د دغه وزارت په وینا، سیمې ته یې پوځي الوتکې او کښتۍ استولې دي او د هر ډول برید ځواب لپاره یې توغندیز سیسټمونه فعال کړي دي.
دغه تمرینونه جاپان او فیلیپین ته د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیټ هیګسیت له سفرونو وروسته پیل شوي دي.
د تایوان یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د کورنیو ارزونو په حواله رویټرز ته وویل، چې بیجینګ باید د امریکا او چین د سوداګریزو خبرو اترو دمخه د واشنګټن سره د هر ډول «تصور شوې شخړې» څخه ډډه وکړي.
هغه ویلي، تایوان د دوی لپاره تر ټولو غوره پلمه ده. له همدې امله دوی غوره وګڼله، چې له اسیا څخه د امریکا د دفاع وزیر وتلو سره سم داسې پوځي تمرینونه پیل کړي.
په تایوان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت هم ویلي، چې متحده ایالات به د ټاپو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د تایوان دفاع وزیر ویلینګټن کو د دغه هېواد د ولسمشر لای کارتون په اړه وویل، چې د چین دغه ډول بیانونه د سولې او امنیت لپاره مناسب نهدي او د دوی پاروونکی رول ښیي.
نوموړي خبریالانو ته وویل، چې د چین پوځ باید لومړی په سیمه کې د سولې او ټیکاو له منځه وړلو پرځای د فساد سره د خپلو ستونزو پر حل تمرکز وکړي.
د تایوان امنیتي سرچینې د کورنيو استخباراتي ارزونو په حواله وویل، چې چین هڅه کوي خپل پوځ په تمرینونو بوخت کړي؛ ترڅو خپل سرتېري په اډه کې د فساد د مخنیوي په اړه د بحث کولو څخه منعه کړي.