په ۲۰۲۴ کال کې د جاپان د منل شویو کډوالو ستره برخه افغانان دي
د جاپان د کډوالۍ خدمتونو اداره وايي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې د نورو ملتونو په پرتله، د افغان کډوالو دوسیې ډېرې منل شوې دي.
په ۲۰۲۴ کال کې جاپان کې د پناه غوښتنو شمېر کم شوی، چې ټولټال ۱۲ زره او ۳۷۳ کسانو د کډوالۍ حیثیت ته غوښتنلیکونه سپارلي او دا د تېر کال په پرتله ۱۰،۵ سلنه کمښت ښیي. له دې ډلې، یواځې ۱۹۰ کسانو ته د کډوالۍ حیثیت ورکړل شوی، چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۳۷.۳ سلنه کمښت ښیي.
د جاپان د کډوالۍ خدماتو ادارې د رپوټ له مخې، د پناه غوښتنې لپاره غوښتنلیکونه له ۹۲ هېوادونو ورغلي، چې تر ټولو زیات د سریلانکا (۱۹،۸ سلنه)، تایلند (۱۷،۲ سلنه)، ترکیې (۹،۹ سلنه)، هند (۷،۷ سلنه)، او پاکستان ( ۵،۷ سلنه) وګړي وو.
په ځانګړې توګه، د تایلند د پناه غوښتنو شمېر پام وړ زیات شوی او له ۱۸۴ (په ۲۰۲۳ کې) څخه دوه زره او ۱۲۸ ته لوړ شوی، چې دا د ملتونو په درجه بندۍ کې پام وړ بدلون ښیي.
په ۲۰۲۴ کال کې، د ۱۹۰ منل شویو کډوالو له ډلې تر ټولو زیات افغانان دي، چې شمېر یې ۱۰۲ ته رسېږي. نور منل شوي کډوال ۳۶ کسان له میانمار، ۱۸ کسان له یمن، ۸ کسان له فلسطین او ۵ کسان له چین څخه دي.
د جاپان د کډوالۍ خدماتو ادارې د رپوټ له مخې، د کډوالۍ حیثیت تر ټولو عام دلیلونه سیاسي مسایل (په ۱۷۷ مواردو کې)، نژاد (۶ موارد)، او مذهب(۴ موارد) دي.
سربېره پر دې، ۱،۶۶۱ کسانو ته د «تکمیلي ساتنې» حیثیت ورکړل شوی، چې دا د جګړې له امله د کډوالو کسانو لپاره محافظتي چتر دی. له دې ډلې، ۱،۶۱۸ کسان د اوکراین وګړي وو، چې د اوکراین د جګړې له امله بېځایه شوي دي.
په جاپان کې د کډوالۍ د منلو کچه د نورو پرمختللو هېوادونو په پرتله ټیټه ده، سره له دې چې په وروستیو کلونو کې یو څه زیاتوالی پکې راغلی.