طالبان وایي چې د دوی رژیم په انزوا کې نه دی

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې دا ډله په نړۍواله کچه انزوا کې نه ده. فطرت ټینګار وکړ، چې د دغې ډلې سفارتونه او قونسلګرۍ په نږدې پنځوسو هېوادونو کې فعالې دي.

هغه زیاته کړه، چې په بهر کې د طالبانو ډیپلوماټیک بنسټونه له کوربه هېوادونو سره د اړیکو پر ټینګښت سربېره افغانانو ته د قونسلګرۍ په خدمتونو بوخت دي.

د طالبانو ویاند له شمشاد ټلویزیون سره په مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوې زیاته کړې، چې تېر کال له درېیو هېوادونو متحده عربي اماراتو، چین او ازبکستان سره د اړیکو کچه د سفیرانو کچې ته لوړه شوې وه او دا یې د دغې ډلې د نړۍوالو اړیکو د پرمختګ په برخه کې یو مهم ګام وباله.

دغو درېیو هېوادونو له طالبانو سره د اړیکو د ښه کولو په موخه د دغې ډلې ډیپلوماتان منلي، خو تر اوسه یې د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده.

ځینو هېوادونو ټینګار کړی، چې له طالبانو سره تعامل د دې ډلې د رسمیت پېژندلو په معنا نه دی.

له ډېرو هڅو وروسته هم طالبان نه دي توانېدلي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي، خو طالبانو له بهرنیو چارواکو سره ناستې ددغه ډلې د منلو په معنا یادوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له نړۍ سره غیر رسمي خبرې همدومره کفایت کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې اعلان وکړ، چې د طالبانو کړنې په تېره بیا پر ښځو د بندیزونو زیاتېدل له دغې ډلې سره د تعامل او پېژندګلوۍ د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

طالبانو د یرغمل شویو امریکايي بندیانو د خلاصون په اړه د خبرو پر مهال هڅه وکړه، چې په واشنګټن کې د افغان سفارت د سپارلو موضوع امریکايي پلاوي ته وسپاري، خو امریکايي کارپوهان وايي چې واشنګټن له طالبانو سره «محدود تعامل» ته دوام ورکوي او د دغې ډلې په رسمیت پېژندلو په اړه هر ډول خبرې اترې ردېږي.

طالبانو د ښځو او قومي او مذهبي لږکیو د حقونو د تامین لپاره د نړۍوالو فشارونو په وړاندې مقاومت کړی او دغه غوښتنې یې بې تفاوته ښودلې دي.