روژه او اختر؛ پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو عملیات ۱۰ ورځې وځنډول
اسوشیټیډ پرېس د یو شمېر ترلاسه کړو اسنادو له مخې وايي، چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د اېستلو پلان د اپرېل میاشتې تر ۱۰ مې پورې ځنډول شوی. ددغه ځنډ لامل د روژې پای ته رسېدل او د اختر رخصتۍ ګڼل شوې.
پاکستان سږکال پلان لري چې درې میلیونه افغانان وباسي، ځکه د دوی د رضا کارانه وتلو وروستۍ نیټه د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېده.
دا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د بهرنیانو، چې ډېری یې افغانان دي، د ایستلو د پراخ کمپاین وروستی پړاو دی. دا اقدام د بشري حقونو د ډلو، د طالبانو حکومت او ملګرو ملتونو له نیوکو سره مخ شوی.
د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د نیولو او ایستلو پروسه پیل کېدونکې وه، خو د اسنادو له مخې، چې اسوشیېټیډ پرېس ترلاسه کړي، د روژې د پای ته رسېدو او اختر له امله دا پروسه د اپرېل تر ۱۰مې ځنډول شوې.
د کډوالو نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې، په تېرو ۱۸ میاشتو کې شاوخوا ۸۴۵ زره افغانان له پاکستان نه وتلي دي.
پاکستان وايي چې درې میلیونه افغانان لا هم په دغه هېواد کې پاتې دي، چې له دې ډلې۱،۳۴۴،۵۸۴ تنه د ثبت اسناد لري، ۸۰۷،۴۰۲ افغانان د تابعیت کارتونه لرياو یو میلیون نور له اسنادو پرته غیرقانوني اوسیږي.
د چارواکو له مخې، د افغان تابعیت کارت لرونکي کسان باید د مارچ تر ۳۱مې له اسلاماباد او راولپنډۍ ووځي او افغانستان ته ستانه شي، که نه نو ایستل به کېږي.
هغه کسان چې د کډوالۍ د ثبت اسناد لري، د جون تر۳۰مې پورې په پاکستان کې پاتې کېدای شي، خو هغه افغانان چې درېیم هېواد ته د انتقال پروسه لري، هغوی ته هم امر شوی چې د مارچ تر ۳۱مې له اسلاماباد او راولپنډۍ ووځي.
چارواکي وايي چې دوی به له بهرنیو ډیپلوماټیکو استازو سره کار وکړي چې افغانان بیا ځای پر ځای کړي او که دا ممکنه نه شي، نو هغوی به هم له پاکستان نه واېستل شي.
طالبان غواړي افغان کډوال له عزت سره ستانه شي
د طالبانو د کډوالو وزارت ویاند عبدالطلب حقاني اسوشیېټیډ پرېس ته ویلي، چې پاکستان دا پرېکړې په خپل سر کوي او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یا د طالبانو حکومت پکې شامل نه دي.
نوموړی وايي، « موږ خپل مشکلات ورسره شریک کړي او ورته مو ویلي چې د کډوالو یو طرفه ایستل نه د دوی په ګټه دي او نه زموږ. د دوی لپاره دا ځکه ښه نه دي، چې په دې ډول ایستل د پاکستان پر وړاندې کرکه زیاتوي، زموږ لپاره، دا طبیعي ده چې دومره ډېر افغانان بېرته اداره کول یوه ننګونه ده».
نوموړی وايي، طالبانو له پاکستان نه غوښتنه کړې چې دا کسان باید د یو ټاکلي میکانیزم او متقابل تفاهم له مخې واېستل شي.
د خیبر پښتونخوا ایالت په شمال لویدیز کې د کډوالو د ایستلو لپاره دوه انتقالاتي مرکزونه جوړېږي چې یو به د پېښور په ناصر باغ سیمه کې وي او بل به په سرحدي ښارګوټي لنډي کوتل کې وي، چې د تورخم له کرښې۷ کیلومتره لرې دی.