له نفوذه تر حذف پورې؛ د ازبک توکمه طالبانو برخلیک

مجاهد اندرابي
مجاهد اندرابي

افغانستان انټرنشنل

ازبکان تل په افغانستان کې د واک په اړیکو کې د یوې اغېزناکې توکمیزې ډلې په توګه مخکښ پاتې شوي او د هېواد په تاریخ کې د دوی سیاسي تمایلات تل د رژیمونو په بقا یا سقوط کې پرېکنده رول لوبولی دی.

په شمال کې د طالبانو په بریاوو کې ازبک نژاده طالبانو مهم رول ولوباوه، خو په وروستیو دریو کلونو کې د طالبانو په ډله کې پرمختګونه ښيي چې په واک کې د دوی ونډه ډېره سمبولیکه او کمه اغېزې شوې ده.

اوس مهال ازبکان د طالبانو په رژیم کې یوازې درې سلنه واک لري، چې د رییس الوزرا د اداري مرستیال، یو وزیر، درې امنیه قوماندانان او څو نور عادي چارواکي په واک کې دي.

په دغه رپوټ کې د ازبک طالبانو داخلي سرچینو او ازادو سرچینو ته په اشارې سره د دغې ډلې د قدرت په جوړښت کې د ازبک طالبانو د دریځ او رول په اړه بحث شوی او په پرمختګونو کې د هغوی د رضایت او نفوذ کچه څیړل شوې ده.

د طالبانو د کابينې اداري مرستيال عبدالسلام حنفي، د غزني امنيه قوماندان مخدوم عالم، د کرنې او اوبو لګولو وزير عطاالله عمري او د زابل ولايت امنيه قوماندان قاري صلاح الدين د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ازبکانو له مشهورو څېرو څخه دي.

ډله ییزه ناخوښي او د ماشینګڼې ډزې

د ۱۴۰۰ کال د جدي په ۲۳مه د میمنې ښار چوپتیا د ماشینګڼو په غږ ماته شوه او سلګونو قهرجنو کسانو د طالبانو پر ضد شعارونه ورکړل.

دا د افغانستان په شمال کې د ازبکانو لومړنی ښکاره مظاهره وه چې ددې ډلې له له واک ته رسېدو څه کم یو کال وروسته یې د طالبانو مطلق واک وننګاوه. پښتانه طالبان له ښاره ووتل او ازبک جنګیالیو چې مخدوم عالم او قاري صلاح الدین یې ملاتړي وو له خپلو وسلو سره په مظاهره کې ګډون وکړ. دا احتجاجي حرکت په حقیقت کې د مدني او وسله والو خوځښتونو یو ترکیب و چې د هبت الله اخوندزاده د واکمنۍ لپاره یې د خطر زنګ وواهه.

لاريون کوونکو د يوه مشهور ازبک قوماندان مخدوم عالم د خلاصون غوښتنه کوله، چې يوه ورځ وړاندې په بلخ کې د سړي تښتونې په تور نيول شوى و. تر دې مخکې له پوځي پوستونو د ازبک قوماندانانو لرې کول او ملکي وزارتونو ته د هغوی لېږد د واکونو د محدودولو له امله د ازبکانو غوسه راپارولې وه.

داسې ښکاري چې ازبکانو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط مخکې د طالبانو په بریا کې پټ رول لوبولی و. خو کله چې صلاح الدین ایوبي چې په نسبي ډول ازبک نژاده مشهور شخصیت دی، د ټلویزیون پر پرده د ۱۴۰۰ کال د اسد په ۲۴مه (د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه) د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د میز تر شا راښکاره شو، د طالبانو په بریا کې د دغې قومي ډلې رول خورا څرګند شو.

صلاح الدین ایوبي د اشرف غني د نیولو لپاره له لوګر څخه له ۴۰ځانمرګو او دوه زره نورو جنګیالیو سره کابل ته ننوت. خو له شخړې پرته د ارګ د یوه چارواکي په لارښونه چې عباس ستانکزي معرفي کړی و، د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوت. یوه داسې شیبه چې بیخي خوب ته پاتې کیږي. هغه وروسته په خپله یوه مرکه کې وویل: « کله چې زه ارګ ته ننوتم، غریو نیولی وم او خبرې مې نه شوای کولای».

صلاح الدین ایوبي

صلاح الدین ایوبي د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په مرشدي کلي کې زېږېدلی او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د خپل ورور ملا صدرالدین له خوا د لومړي ځل لپاره دغې ډلې کې وګومارل شو. نوموړي د جمهوري ریاست له سقوط مخکې په فاریاب کې د طالبانو د نومول شوي والي او د دې ډلې د نظامي کمیسیون د مشر په توګه کار کړی دی.

دغه ازبک نژاده قوماندان د جمهوري ریاست پر مهال د ملي امنیت له خوا نیول شوی و، خو له اته کاله بند وروسته په مرموز ډول د کابل د ملي امنیت له زندانه وتښتېد. نوموړى اوسمهال د زابل د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى او څو ځلې يې له دې دندې استعفا کړې، خو بېرته خپلې دندې ته ستون شوى دى.

صلاح الدین نور د ازبکانو په منځ کې خپل پخوانی نفوذ نه لري. د شخصیت له نظره، هغه د توند مزاجه او ګوښه ناستي شخص په توګه پیژندل کیږي. ښايي له همدې امله يې هيڅکله د ازبک کليوالو په زړونو کې ځای پيدا نه کړ.

د طالبانو د بري په لومړیو ورځو کې هغه د مارشال دوستم په تقلید تل د پوځي موټرو له کاروان او په عصري وسلو سمبالو لسګونو ساتونکو سره سفرونه کول. له هغه سره به له شاوخوا ۸۰ څخه تر ۱۰۰ پورې محافظین وو، د دوو زغره والو موټرو په ګډون څو نظامي وسایط هم ورسره وو. خو اوس هغه نور تشریفات نه لري او د کافي صلاحیتونو د نه لرلو له امله له خپل مقام څخه ناراضه دی.

صلاح الدین درې ځلې واده کړی او په تېرو دوو کلونو کې یې د میمنې په ښار کې درې پوړیز کور جوړ کړی دی. د هغه وروستی واده هغه مهال له ستونزو سره مخ شو، چې د ځینو راپورونو له مخې یې د بل چا له کوژدنې سره واده وکړ او د هغې کوژدن د فاریاب په محکمه کې د صلاح الدین ایوبي پر ضد دوسیه پرانیستله.

مخدوم عالم

د مخدوم عالم شهرت بېرته ۲۰۱۶ ته ځي؛ چیرې چې نوموړی د ملي امنیت له زندان څخه خوشې او فاریاب ته راستون شو. نوموړی که څه هم د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې له دې ډلې سره یو ځای شوی و، خو د جمهوریت پر وړاندې د طالبانو د نوې جګړې له پیل سره سم یې په پښتونکوټ ولسوالۍ کې خپل فعالیت پیل کړ او په فاریاب ولایت کې یې نسبي شهرت وموند.

مخدوم عالم له بنده تر خوشې کېدو وروسته یو ځل بیا د جګړې ډګر ته راغی او دا ځل یې له زیاتو اسانتیاوو سره په فاریاب کې د طالبانو د نظامي کمېسیون د مشر په توګه وګوماره او په شمال کې یې د دغې ډلې د نفوذ په پراخولو کې مهم رول ولوباوه.

هغه وتوانید چې د بېکاره ازبک کلیوالو په جذبولو سره د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي. د هغه د جګړې سټایل او تاکتیکونه بدل شول او هغه نور د پخوا په څیر له موټرسایکل سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې نه را څرګندېده.

دغه راز يې له خلکو سره خپلې اړيکې ټينګې کړې او په ځينو مواردو کې يې د سيمه ييزو مشرانو په منځګړيتوب يا په مستقيم ډول د جمهوري رياست د پخوانيو امنيتي ځواکونو بنديان خوشې کړل او يا يې د طالبانو له زندان نه د هغوى د خلاصون لپاره منځګړتوب وکړ.

مخدوم عالم د سړي تښتونې په تور له درې میاشتې بند تېرولو وروسته خوشې شو او د غزني د امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو. هغه اوس په دې پوست کار کوي. مخدوم عالم درې مېرمنې لري او په فاریاب کې یې د ځان لپاره لوکس کور جوړ کړی دی.

عبدالسلام حنفي

عبدالسلام حنفي د جوزجان ولايت د درزاب ولسوالۍ په ګردان کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ ديني زده کړې يې د فارياب او جوزجان په ښوونځيو کې سرته رسولې او بيا يې د پاکستان د پېښور په ديني مدرسو کې زده کړې بشپړې کړې دي.

د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې له دې ډلې سره یو ځای شو او په همدې موده کې یې د پوهنې وزارت د مرستیال او په کابل پوهنتون کې د استاد په توګه کار وکړ. د طالبانو له نسکورېدو وروسته پاکستان ته وتښتېد او له هغه ځایه لومړی په جوزجان کې د طالبانو د تش په نامه والي او بیا د دوحې په خبرو اترو کې د دې ډلې د مرکچي پلاوي د غړي په توګه راڅرګند شو.

نوموړی د طالبانو یو له هغو شخصیتونو څخه دی، چې نوم یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې دی او اوسمهال د طالبانو د کابینې د اداري مرستیال په توګه کار کوي. خو داسې ښکاري چې په دې مقام کې د ده وړتيا او د واک ساحه ډېره څرګنده نه ده او د لوړپوړو چارواکو د ګوښه کولو او ګومارلو پرېکړې ډېری وخت په کندهار کې د ده له مشورې پرته کېږي.

په دې موده کې هغه په ​​ندرت سره خپل ټاټوبي ته سفر کړی او له ازبک ټولنې سره ژورې اړیکې نه لري. ډېری ازبک کلیوال هغه ته د یوه بې کفایته کس په سترګه ګوري او پر ده ډېر باور نه کوي.

عطاالله عمري

عطاالله عمري د طالبانو په ډله کې د نورو ازبکانو په څېر په دیني مدرسو کې زده کړې کړې او د افغانستان په شمال کې یې د دغې ډلې د نفوذ په پراخولو کې فعال رول لوبولی دی.

د هغه شهرت په ۲۰۰۵ کې هغه وخت و، چې د فاریاب لپاره د طالبانو د تش په نامه والي په توګه وټاکل شو او په پټه یې د هغه وخت حکومت پر ضد جګړه وکړه. نوموړي په جوزجان، سرپل، سمنګان او بادغیس ولایتونو کې د دې ډلې د نومول شوي والي په توګه هم کار کړی دی.

عمري د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ اوسیدونکی دی. وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، نوموړی لومړی د شمال زون د قول اردو د قوماندان په توګه وټاکل شو او له لنډې مودې وروسته د دفاع وزارت د تخنیکي مرستیال په توګه وګومارل شو. بیا د هبت الله اخوندزاده د حکم پر بنسټ د کرنې د وزیر په توګه وټاکل شو او تر اوسه پورې په دې دنده بوخت دی.

که څه هم هغه د کرنې د وزیر په توګه پیژندل کیږي، خو راپورونه ښیي چې لږ اجرایوي واک لري او ډیری واکونه یې مرستیال چې د هیبت الله د دفتر مستقیم ملاتړ لري، غصب کړي دي.

د ازبک طالبانو راتلونکی: حذف که د طالبانو په لیکو کې انشقاق

په داسې حال کې چې د طالبانو مشرتابه په پیل کې ژمنه کړې وه چې ازبک چارواکو ته به نور واک ورکوي او د ازبک میشتو ولایتونو چارې به دوی ته سپاري، خو په حقیقت کې نه یوازې دا چې دغه ژمنه عملي نه شوه، بلکې د طالبانو په رژیم کې د ازبکانو شتون ورو ورو کمزوری شو او په ټولیزه توګه له منځه ولاړل.

د منځني ختیځ د څیړنې انستیتوت د یوې څیړنې له مخې، ازبکان د طالبانو د ټول جوړښت یوازې درې سلنه جوړوي خو په سمبولیک ډول د ۱۳۷ طالب چارواکو له جملې څخه یوازې ۲۸یې ازبک دي او ډېری کم صلاحیته پوستونه ورته سپارل شوي دي.

د طالبانو د تصفیې کمیسیون له امنیتي پوستونو څخه د ازبک نژاده نفوذي شخصیتونو پر ایستلو سربیره، په زرګونو ازبک جنګیالي چې د شمال په جګړو کې یې فعاله ونډه درلوده، د دغې ډلې له لیکو څخه هم ایستلي دي.

د طالبانو په رژیم کې له اوسني وضعیت نه د ازبک طالبانو ناخوښي د دې ډلې دننه بنسټیزو ستونزو ته اشاره کوي. ازبک توکمه طالبانو چې د افغانستان په شمال کې د طالبانو د بري په لومړیو پړاوونو کې مهم رول لوبولی و، په تدریجي ډول د خپل دریځ او رول یوه لویه برخه له لاسه ورکړې ده. دغه تدریجي بهیر، په تېره بیا په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له رامنځته کېدو وروسته، د ازبک طالبانو او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د ژورې بې باورۍ لامل شو.

پر نورو خپل منځي شخړو سربیره چې طالبان یې لري (لکه په کندهار او کابل کې د دوو پښتنو اصلي ډلو ترمنځ شخړه)، د دې ډلې د پښتني مشرتابه له خوا د طالبانو له ازبک غړو او شخصیتونو سره جهت دار او معنادار چلند د دې ښودنه کوي چې د طالبانو تر منځ د جګړې کچه لوړه شوې ده. که د ازبک طالبانو د حذف او بې اعتباره کولو لړۍ همداسې دوام وکړي، نو احتمالا د طالبانو په لیکو کې به دداخلي انشقاق شاهد وو.

ډېری ازبک توکمه طالبان ممکن د طالبانو رژیم پریږدي او د داعش خراسان په څیر سیالو ډلو سره یوځای شي یا د موجوده تبعیض له امله ملکي او ددهقانۍ ژوند ته ستانه شي. په تر ټولو ناوړه حالت کې، دا پروسه د طالبانو په دننه کې د مخالفو ډلو د رامنځته کیدو او یا هم د طالبانو رژیم ته د نویو امنیتي ګواښونو د رامنځته کیدو لامل کیدای شي.

په ټولیز ډول، داسې ښکاري چې ازبک طالبان د لا زیاتې ناخوښۍ، د نفوذ کموالي او احتمالاً د داخلي بې ثباتۍ په لور روان دي، چې د نن ورځې د بې ثباتۍ له کچې به زیاته شي او طالبان به د سیاسي واک، حیثیت او اعتبار د ټینګولو او ساتلو لپاره له جدي ننګونو سره مخ کړي.