طالبانو په کونړ کې دوه ځوانان په ډزو وژلي دي

د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ اړوند په شینګوړک سیمه کې طالبانو د کمکي اختر په دویمه ورځ دوه کونړي ځوانان په ډزو وژلي دي.

ځایي سرچینه د نوم د ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي: «دغه ځوانان د اختر مېلې لپاره شینکوړک ته تللي و، چې په خپلو کې سره وران شوي او جنګ یې کړی. په ورته وخت کې طالبانو پرې له موټر څخه د تمانچې ډزې وکړې او دوه کسان یې پکې ووژل.»

له دغو ځوانانو یو یې د کونړ ولایت د مرکز اړوند د کرهالې سیمې او بل یې د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د نواباد سیمې اوسېدونکي وو.

سرچینه زیاتوي، چې طالبان د کونړ ولایت اړوند نه دي بلکې له کوم بل ولایته د سیلانیانو په توګه دغه ولایت ته تللي وو.

یوې بلې سرچینې هم د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې دغه طالب وسله وال له لوګر ولایت نه کونړ ته په چکر تللي وو.

تر اوسه ځایي طالب چارواکو د دغه پېښې په اړه معلومات خپاره کړي نه دي، خو د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو لیکلي چې یاد کسان نیول شوي دي.