سویس په کابل کې د بشري مرستو نوی دفتر پرانېستی
د سویس د پرمختګ او همکارۍ ادارې (SDC) په کابل کې خپل نوی دفتر پرانستی. دا اقدام د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د سویس د همکارۍ دفتر له تړل کېدو وروسته کابل ته د دغه هېواد بېرته ستنېدل دي.
د سویس د بهرنیو اړیکو فدرال دفتر د اعلان له مخې، د سویس د بشري مرستو واحد (SHA) یو ټیم اوس په کابل کې ځای پر ځای شوی چې له اړمنو خلکو سره مرستې وکړي. نوی دفتر د سویس د همکاريو په مخکینۍ ودانۍ کې پرانېستل شوی او چارواکي وايي، ژر به خپلې چارې پیل کړي.
یاد دفتر وايي، افغانستان اوس هم د نړۍ تر ټولو ستر ناورین سره مخ دی او تر نیمايي ډېر افغانان په بشري مرستو متکي دي.
سویسي چارواکي ټینګار کوي چې په سیمه کې د دوی حضور د «هدفمندې مرستې» د وړاندې کولو لپاره حیاتي دی، چې له ځايي شریکانو سره نږدې همغږي وساتي او اړتیا وړ خلکو ته مرستې ورسوي.
د سویس دغه بشري دفتر چې د مارچ په وروستیو کې پرانیستل شوی، څلور متخصصان او لس ځايي کارکوونکي لري.
سویسي چارواکي وايي، د دوی تمرکز په بیړنیو مرستو، په کلیوالو سیمو کې د خوړو امنیت او د افغان مدني ټولنې، په ځانګړي توګه ښځو او نجونو ملاتړ دی.
د چارواکو په باور، دغه دفتر به له نړیوالو او ځايي غیر دولتي سازمانونو، سره صلیب نړیوالې کمیټې، د ملګرو ملتونو ادارواو نړیوال بانک سره په همکارۍ فعالیت کوي.
د سویس ددغې بشري مرستندویه ادارې مشر ایریک مارکلي ویلي، چې ددوی حضور د افغانستان پر وضعیت د ښه پوهېدو لپاره لازمي دی.
د سویس د بهرنیو اړیکو فدرال دفتر وايي، چېله طالبانو سره همکاري یوازې تر بنسټیزو اړتیاوو پورې محدوده ده او د طالبانو له حکومت سره هیڅ پراختیایي پروګرامونه یا تمویل نه ترسره کیږي.
سویسي چارواکي وايي، طالبانو کوم ځانګړي شرایط نه دي ټاکلي او سویس ته یې اجازه ورکړې ده چې خپل فعالیتونه ترسره کړي.