رحمت الله نبیل: د هبت‌الله اخوندزاده څرګندونې د بې‌عدالتۍ د توجیه سیاسي هڅه ده

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده وروستۍ څرګندونې، چې فقر یې د الهي تقدیر یوه برخه بللې، د خلکو د غږ غلي کولو لپاره یوه هدفمنده استخباراتي پالیسي وبلله. نبیل دا خبرې د بې‌عدالتۍ د توجیه کولو او استبدادي نظام د پیاوړتیا هڅه ګڼي.

د طالبانو مشر، چې د کمکي اختر د لمانځه پر مهال یې په کندهار کې وینا وکړه، وویل چې فقر د الله له خوا ټاکل شوی او فقیران باید خپل برخلیک ومني او شکایت ونه کړي.

هغه وویل، « چون الله فقیران پیدا کړي، نو له ازل څخه معلومه وه چې دا کسان صبر کوي... څوک چې صبر کوي، وایي الله زما لپاره فیصله کړې چې فقیر واوسم او زه په دې پرېکړه راضي یم».

رحمت‌الله نبیل د دې خبرو په غبرګون کې وویل، چې طالبان او د دوی بهرني ملاتړي له دین څخه د وسیلې په توګه کار اخلي او د تبلیغاتي او مذهبي شبکو له لارې هڅه کوي فقر د الهي تقدیر په توګه وښيي، څو د خلکو وجدان بې‌حسه، د دوی غوښتنې بې‌اغېزې او عامه قهر شنډ کړي.

نبیل دا څرګندونې د اسلام له اساساتو سره په ټکر کې وبللې او ویې ویل، « طالبان د دین استازي نه دي، بلکې د هغو پیچلو او نامرئي استخباراتي جوړښتونو وسیله ده، چې د دین تحریف شوی تعبیر وړاندې کوي، څو خلک د ویرې، فقر او چوپتیا تر سیوري لاندې وساتي».

نبیل وايي، طالبان د اسلام یو ظالمانه او بې‌رحمه انځور وړاندې کوي، څو د خپلو جنایتونو او ناکامیو پړه پر «الله ور واچوي».

هغه وویل، « فقر، فساد او محرومیت د الله اراده نه، بلکې د هغو استخباراتي شبکو دقت‌شوی پلان دی، چې طالبان یې زموږ پر ملت تحمیل کړي.»

په داسې حال کې چې د طالبانو مشر خلک د فقر منلو ته هڅوي، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې له هرو دریو کسانو یو کس په وږي نس ویده کېږي.