طالبان خطیبانو ته: د کمکي اختر په لومړۍ ورځ خلکو ته د ملاهبت الله اختریز پېغام تشرېح کړئ
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په ټول هېواد کې یې خطیبانو ته سپارښتنه کړې چې د اختر د لمانځه پر مهال خلکو ته د ملاهبت الله له لوري خپور شوی اختریز پېغام ټکی په ټکی تشرېح کړي.
د طالبانو یاد وزارت له خطیبانو غوښتي، چې د لمانځه په مراسمو کې یوازې شل دقیقې د اختر پر فضایلو او مسایلو خلکو ته معلومات وړاندې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې تر دې شل دقیقو وروسته دې خلکو ته په سمه توګه د ملاهبت الله اختریز پېغام واوروي او توضېحات دې هم ورکړي.
دغه وزارت د اختر د لمانځه ادا کولو وخت په ټول هېواد کې اوه بجې او پنځه څلوېښت دقیقې ښودلی دی.
ملا هبت الله په خپل اوږد اختریز پېغام کې یو ځای ویلي، ټول محکمې باید د حنفي فقهې په چوکاټ کې «شرعي پرېکړې» وکړي.
په یاد پېغام کې دغه غوښتنه هم شوې، چې خلک باید د امربالمعروف محتسبانو سره د منکراتو او فساد په مخنېوی کې لازمې همکارۍ وکړي.
د طالبانو د مشر په اختریز پېغام کې «نوروز د جاهلیت دورې اختر» بلل شوی او له خلکو یې غوښتي چې له لمانځلو یې ډډه وکړي.
د طالبانو حج او اوقافو وزارت داسې مهال خطیبانو ته د ملاهبت الله پېغام د اورولو او وضاحتونو د ورکړې سپارښتنه کوي چې دې ډلې پخوا هم ورته لارښوونې کړې وې.
تر دې وړاندې هم له خطیبانو غوښتل شوي وو، چې د جمعې ورځې په تقریرو کې دې خلک د ملا هبت الله ملاتړ او درناوي ته راوبولي.
د طالبانو مشر چې لا هم په عام محضر کې خلکو ته نه دی راښکاره شوی پرې نیوکه ده، چې دین یې هم په خپل انحصار کې نیولی او د هېواد دیني عالمان یې مکلف کړي؛ څو خطبو کې د هغه د نوم ذکر هم وکړي.
طالبان د مذهب له مخې د حنفي فقهې باور لرونکي دي او دغه ډله خورا په سختدریځه توګه د نورو مذهبونو پر وړاندې بې باکه چلند هم کوي.