تهران ټایمز: د ایران توغندي د ځمکې لاندې ښارونو کې توغولو ته چمتو دي
تهران ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اسلامی جمهوریت توغندي د ځمکې لاندې په ټولو ښارونو کې په ګاډو کې نصب شوي او توغولو ته چمتو دي.
دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې له دې وړاندې د متحده ایالاتو ولسمشر ګواښ کړی و چې د موافقې نه کولو په صورت کې به په ایران برید وکړي.
امریکا غواړي، چې له ایران څخه د اټومي پروګرامونو په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره مستقیمې خبرې وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اېن بي سي نیوز شبکې سره په یوه مرکه کې خبرداری ورکړی، چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه موافقه ونه کړي نو بمبار به شي.
د امریکا ولسمشر وویل، دا بمباري به داسې وي چې دوی به مخکې هېڅکله نه وي لیدلي.
د دې مرکې په یوه برخه کې ټرمپ یادونه وکړه، چې هغه له تهران سره د مقابلې لپاره د دویمې تعرفې په انتخاب هم غور کوي.
تر دې وړاندې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران رهبر ته لیک استولی، خو د دغه لیک جزیات نه دي خپاره شوي.
یاده دې وي، چې د دغه لیک په اړه د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې علي خامنه يي د ډونالډ ټرمپ د لیک په ځواب کې ویلي، چې له متحده ایالاتو سره د "غیر مستقیم" خبرو اترو لاره خلاصه ده.