احمد الشرع د سوریې د انتقالي حکومت نوې کابینه اعلان کړه
د سوریې لنډمهالي حکومت مشر احمد الشرع د شنبې په ورځ د خپلو ۲۳ وزیرانو په انتصاب سره د نوي انتقالي حکومت اعلان وکړ.
د رویترز خبري اژانس د خبر له مخې؛ د سوریې نوي چارواکي چې د سني اسلام پالو په مشرۍ د لویدیځ او عربي هېوادونو تر فشار لاندې راغلي؛ ترڅو یو داسې حکومت جوړ کړي، چې د سوریې بېلابېل قومونه او مذهبي لږکۍ پکې شاملې وي.
د راپورونو له مخې، دغه فشارونه وروسته له هغې زیات شوي، چې په روانه میاشت کې د دغه هېواد په لویدیځ کې د تاوتریخوالي له امله د بشارالاسد علوي پلویانو سلګونه تنه ووژل شول.
په نوې کابینه کې د علوي فرقې غړی یاروب بدر هم شامل دی، چې د سوریې د ټرانسپورټ د وزیر په توګه نومول شوی دی.
له بل پلوه امګد بدر چې د دروزي ټولنې سره تړاو لري، د دغه هېواد د کرنې وزارت مشري وکړي.
یوه عیسوۍ مېرمنه هند کاباوات د سوریې په نوې کابینه کې د کار او ټولنیزو چارو وزیره ټاکل شوې ده.
په همدې حال کې محمد یاسر برنیه د مالیې وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
احمد الشرع ویلي، د لومړي ځل لپاره یې د سپورت وزارت او د بېړنیو حالاتو لپاره یوبل وزارت جوړ کړی چې د سپینې خولۍ په نوم د ژغورنې ډلې مشر راید الصالح یې د بېړنیو حالاتو د وزیر په توګه ټاکلی دی.
د روان کال په جنورۍ میاشت کې احمد الشرع د سوریې د لنډمهالي حکومت د مشر په توګه معرفي شو او ژمنه یې وکړه، چې یو پراخ انتقالي حکومت به جوړوي چې د هیواد ویجاړې شوې دولتي ادارې ورغوي او د ټاکنو د ترسره کېدو پورې به په هېواد کې حکومت کوي.