اصف درانی: طالبانو هند ته اجازه ورکړې، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي اصف دراني په یوه مقاله کې لیکلي، چې طالبانو هند ته اجازه ورکړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد فعالیتونو لپاره وکاروي.

هغه زیاته کړې، چې هند د طالبانو له لارې ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ته مالي مرستې ورکوي.

اصف دراني پرون شنبه پاکستانۍ ورځپاڼې ډان ته په یوه مقاله کې د طالبانو او د افغانستان د خلکو په وړاندې د پاکستان د حکومت پر سیاستونو نیوکه وکړه.

په دغې مقاله کې له طالبانو سره د سیاسي اړیکو، له افغان کډوالو سره د چلند او سوداګریزو اړیکو په برخه کې د پاکستان پر سیاستونو نیوکې شوې دي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي لیکلي، چې د طالبانو په وړاندې د پاکستان سخت دریځ پر دغې ډلې د هند د نفوذ ساحه پراخوي.

هغه د افغانانو د اېستلو پر مهالوېش نیوکه وکړه او ویې ویل، چې پر کډوالو فشار به په افغانستان کې د پاکستان پر ضد د خلکو کرکه لا پسې زیاته کړي.

نوموړی طالبان د دغه هېواد وسله‌والو مخالفینو ته د پناه ځایونو او تجهیزاتو په برابرولو تورن کړي.

خو دا هغه ادعاوې دي، چې د افغان طالبانو له‌خوا په پرله پسې ډول رد شوې دي.

په دې مقاله کې اصف دراني پاکستاني سیاست‌والو ته سپارښتنه کړې، چې له طالبانو او د افغانستان له خلکو سره د اړیکو په اړه خپل لیدلوری پراخ کړي.

ښاغلي دراني زیاته کړه، پاکستاني چارواکي منځنۍ اسیا ته د لاسرسي لپاره د افغانستان پر ستراتیژیک جغرافیوي اهمیت ټینګار کوي؛ خو د دغو اړیکو په ټینګولو کې د افغانانو رول هېروي. هغه لیکلي:« راځئ چې په دې کې شک ونه کړو، چې منځنۍ اسیا ته د پاکستان لاس رسی د افغانستان له رضایت پرته ناشونی دی.»

له پاکستانه د افغانانو د شړلو پر مهالوېش نیوکه:

اصف دراني د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت پر سیاستونو نیوکه کړې او لیکلي یې دي:« په پاکستان کې یوه عامه پوښتنه دا ده، چې افغانان ولې له موږ څخه کرکه لري؟»

هغه زیاته کړه، چې د پاکستان حکومت په ندرت سره د دغې مهمې پوښتنې په ځواب فکر کړی دی. د اصف دراني په وینا، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر چلند بیا کتنه په کار ده.

د دغه پاکستاني ديپلومات په وينا، د قانون پلي کوونکو له‌خوا سخت چلند، په لارو کوڅو کې تبعيض او پر ډیورنډ کرښه له افغانانو سره ستونزې؛ د افغانانو تر منځ د پاکستان پر وړاندې د دښمنۍ د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلی دی.

په مقاله کې راغلي، چې د پاکستان د حکومت هغه پلان چې له مخې بې اسناده افغان کډوال شړي «په دې نه دي توانیدلي، چې پر طالبانو فشار راوړي.»

مقاله زیاتوي، چې د طالبانو نظر «د ډیپلوماسۍ پرتله قربانۍ» ته لومړیتوب ورکوي چې د پاکستان د حکومت دغه ډول ستراتیژیانې بې اغېزې کوي.

پاکستان په دې وروستیو کې افغان کډوالو ته د مارچ میاشتې تر پایه له دغه هېواده د وتلو ضرب الاجل ټاکلی دی.

پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی، چې له ټاکلي مهالوېش وروسته به د افغانانو ډله‌ییز ستنول پیل کړي.

مقاله خبرداری ورکوي، چې د افغانانو ډله‌ییزه اېستنه به د افغانانو په ټولنیزه حافظه دوامداره منفي اغېزه وکړي.

دراني د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې د افغانانو د شړلو پر ځای دې په یوه لیدلوري او اوږدمهاله پالیسۍ فکر وکړي او د افغانانو رضایت دې ترلاسه کړي.