جنرال دوستم: یو پرېکنده او برخلیک ټاکونکی بدلون راروان دی
په افغانستان کې د پرځېدلي جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال عبدالرشید دوستم د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې ژمنه کوي «یو پرېکنده او برخلیک ټاکونکی بدلون» راروان دی.
ښاغلي دوستم په افغانستان کې طالبان د ټولو بدمرغیو، شخړو او بې عدالتیو مسوول وبلل او ویې ویل، چې دغه ډله «نن د ولس په وړاندې درېدلې ده او زه باور لرم، چې ژر تر ژره به د دې ټولو بدبختیو ځواب ووایي».
هغه په ورته وخت کې د افغانستان اوسنی وضعیت «حساس او پېچلی» وباله او زیاته کړې یې ده، چې «زموږ د ولس په برخلیک، پټې لوبې او سیاسي کشالې روانې دي.»
جنرال عبدالرشید دوستم وویل:« موږ په ډېر حساس او پېچلي سیاسي وضعیت کې یو، له تاسو غوښتنه کوم چې په داسې حالت کې په پیاوړي او ټینګ باور سره خپل یووالی او پیوستون وساتئ. د لوی خدای په مرسته زموږ د ملت او هېواد د ژغورنې هڅې روانې دي او ژمنه کوم، چې د یو پرېکنده بدلون په لور روان یو او موږ به دغه ستونزې په بریالیتوب سره له منځه یوسو.»
نوموړي ټینګار وکړ:« تاسو ډاډه اوسئ، چې دننه او بهر سیاسي وضعیت به زموږ د خلکو په ګټه وي.»