حماس د غزې د اوربند وړاندیز منلی دی
د حماس د سیاسي دفتر مشر خلیل الحیه د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په غزه کې یې د اوربند په اړه وړاندیز منلی دی. نوموړي وویل، حماس د دوو منځګړو مصر او قطر هېوادونو له خوا په غزه کې د اوربند وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړی دی.
د حماس یاد چارواکي بیا د قطر او مصر د طرحې په اړه بشپړ جزیات نه دي ورکړي.
رویټرز د سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د اوربند وړاندیز کې د پنځو اسراییلي یرغملو ازادي شامل دی.
خلیل الحیه ویلي دي، چې حماس لېوال دی څو په غزه کې له واک څخه لاس واخلي، خو ټينګار یې کړی چې دا ډله به خلع سلاح نه شي.
هغه زیاته کړه، چې حماس او د مقاومت نور وسلهوال به له خپلو مسوولیتونو لاس وانخلي او اسراییل ته به اجازه ورنهکړي، چې د فلسطینیانو راتلونکی وټاکي.
الحیه وویل: «مونږ هېڅکله خپلو خلکو ته بې عزتي او سپکاوی نه منو، نو له همدې امله نه اخراج او نه اوارګي.»
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر بیا ویلي، د منځګړو هېوادونو له خوا یې د اوربند وړاندیز ترلاسه کړی او پرې یو څه نا څه فکر یې هم کړی.
د دوی په خبره، اسراییل له امریکا سره په همغږۍ کې متقابل وړاندیز منځګړو هېوادونو ته ورکړی دی.
د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند لومړۍ مرحله د روان کال د جنورۍ په ۱۹مه د ۱۵میاشتینۍ جګړې وروسته عملي شوه.
په دې اوربند کې د جګړې درول، د حماس له خوا نیول شویو ځینو اسراییلي یرغمل شویو خوشې کول او د یو شمېر فلسطیني بندیانو خوشې کول شامل وو.
په غزه کې له شاوخوا دوو میاشتو نسبي ارامۍ وروسته اسراییل بیا اوربند مات کړ او د حماس پر ضد یې د ځمکنیو او هوایي بریدونو لړۍ پیل کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په غزه کې د روغتیا وزارت ویلي له هغې وروسته چې اسراییل د روان کال د مارچ په ۱۸ مه له حماس ډلې سره اوربند مات کړ، په دغې سیمه کې د بریدونو په پایله کې ۸۹۶ کسان وژل شوي او ۱۹۸۴ نور ټپیان شوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) خبرداری ورکړی، چې په زرګونه فلسطینیان په غزه کې له سختې لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، ځکه چې د اسراییل د محاصرې له امله له درېیو اونیو راهیسې دغې سیمې ته د بشري مرستو او خوراکي توکو د ننوتلو مخه نیول شوې ده.
د غزې روغتیا وزارت په وینا، پر غزې د اسراییل په جګړه کې تر دې مهاله لږ تر لږه ۵۰ زره او ۲۰۸ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۳۹۱۰ نور ټپیان شوي دي.