طالبانو د خپل مشر پیغام "بېوزلي استخباراتي تبلیغات دي" تر شعار لاندې پر خلکو وېشلی دی

د دولتي کارکوونکو د تنخواوو له ځنډېدو او د بېوزلۍ او وزګارۍ د زیاتېدو په اړه د اسلامي وحدت ګوند د مشر له نیوکې سره سم، طالبانو د دې ډلې د مشر اختریز پیغام په بامیان ولایت کې پر خلکو وېشلی دی.

د باميان د سيمه ييز ټلويزيون له خوا خپاره شوي انځورونه ښيي، چې د دغه ولايت په مرکز کې د لاسي کراچیو یو شمېر درلودونکي د کار موندلو په تمه ناست دي، څو د شپې له خوا خپلو ماشومانو ته ډوډۍ پيدا کړي.

په همدې حال کې په هرات کې طالبانو اعلان کړی، چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې د هبت الله اخوندزاده ۹ زره اختریز پیغامونه وېشلي دي.

هبت الله اخوندزاده د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې له خلکو غوښتي، چې د افغانستان د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو په اړه پر راپورونو باور ونه کړي.

هغه له هېوادوالو وغوښتل، چې د طالبانو له حکومت څخه مننه وکړي او قناعت او صبر وکړي.

په ورته وخت کې د طالبانو مشر د کندهار په عيدګاه جومات کې د کوچني اختر په مناسبت په خپله وينا کې وويل، چې بېوزلي د خداى د تقدير يوه برخه ده او بېوزلي بايد له خپل حالت څخه شکايت ونه کړي.

اخوندزاده وویل: «خدای پاک له پخوا پوهېده چې څوک صبر کوي، هغه خلک یې بېوزله پیدا کړي دي.»

هغه زیاته کړه، چې بېوزله کسان باید له خپل وضعیت څخه راضي وي او د خپلو اقتصادي ستونزو پړه پر نورو وانچوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د بېوزلۍ او وزګارۍ کچه ډېره لوړه شوې ده.

د نړۍوالو بنسټونو شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د بې وزلو کسانو د شمېر زیاتوالی او د کاري فرصتونو نشتوالی د سترې کډوالۍ لامل شوی دی.

د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي د افغانستان وضعیت کړکېچن وباله او ویې ویل، چې په هېواد کې تبعیض، استبداد او تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان اقتصادي بنسټونه سخت زيانمن شوي، بېوزلي او وزګارتیا په خپرېدو ده او خلک لومړنيو خدمتونو ته هم لاسرسى نه لري.

په بامیانو کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي د کوچني اختر د لمانځه په مراسمو کې په خپله وینا کې له خلکو وغوښتل، چې د خدای شکر وباسي چې په افغانستان کې اسلامي نظام ټینګ شوی او په ټوله کې سوله تامین شوې ده.

هغه له خلکو وغوښتل، چې د طالبانو د "امارت " دایمي جوړولو لپاره هڅې وکړي.