امرالله صالح: طالبان په خپلو منځونو کې د سخت کړکېچ له امله ګیر پاتې دي
د پرځېدلي جمهوي نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، طالبان په خپلو منځونو کې د سخت کړکېچ له امله ګیر پاتې دي او د دوی ترمنځ مخالفتونه ورځ تر بلې ژورېږي.
نوموړي په خپل اختریز پېغام کې هم د خپل طبیعت د طالبانو ضد دریځ له مخې یو ځل بیا پر افغانستان د دغه واکمنې ډلې په تړاو توندې څرګندونې کړې دي.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو تر ظلمونو او د جهالت سیورې لاندې افغانانو ته اختر چندان د خوشالۍ اصلي بڼه نه لري.
هغه یو ځل بیا زیاته کړې، چې د طالبانو واکمني هېڅ ډول قانوني مشروعیت او د خلکو ملاتړ نه لري؛ بلکې د افغانستان ثبات یې هم زیانمن کړی دی.
هغه د طالب ضد او غیر طالب کسانو څخه غوښتي، چې د دغه ډلې تر واکمنۍ وروسته باید یوازې «تر طالب وروسته افغانستان» باندې باور ولري او د دغه ډلې تر واکمنۍ وروسته باید د هېواد پر مدیریت فکر وکړي.
د هغه په وینا؛ د طالبانو خلاف یووالی د بریا، پرمختګ او یو با وقاره افغانستان ضمانت کوي. هغه پر ټولو لوریو غږ کړی، چې د طالب خلاف مبارزه کې باید سره لاسونه یو کړي، د یو بل منلو روحیه پیاوړې کړي او د افغانستان د عزت د بیا راګرځولو لپاره هڅې وکړي.
امرالله صالح په دې باور دی، چې طالبانو له تاریخي او ملي ورځو سره له دوښمنۍ ډک چلند کوي. هغه د «نوروز» خلاف د طالبانو دریځ ته هم اشاره کړې ده.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون بېلابېلو پخوانیو چارواکو او سیاستوالو په خپلو اختریزو پېغامونو کې له طالبانو غوښتي، چې په هېواد کې د نجونو پرمخ د زدهکړو دروازې بېرته پرانېزي.
په اختریزو پېغامونو نیوکې شوې، چې طالبانو پر افغانستان د خپلې واکمنۍ له امله تیارې خپرې کړې او بندیزونو یې عامو افغانانو ته سرخوږی جوړ کړی دی.