ملا برادر: یو ځل بیا له نړۍوالو غواړم، چې له موږ سره سیاسي او اقتصادي تعامل وکړي
په ارګ کې د کوچني اختر د لمانځه پر مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال پر نړۍوالو غږ کړی، چې له دوی سره دې سیاسي او اقتصادي تعاملاتو ته لاره هواره کړي. په ارګ کې د کمکي اختر لمانځه مراسمو کې ګنو لوړپوړو طالبانو ګډون کړی و.
د طالبانو دغه لوړپوړي غړي ویلي، دوی د خپلې واکمنۍ د بیا پیل راهیسې نړۍ ته ثابته کړې چې اوس په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی دی او د اقتصاد محوره تګلارو تر څنګ د مقابل درناوي په اډانه کې هر ډول مناسبو تعاملاتو او اړیکو ته چمتو دي.
د طالبانو د ریاست الوزار د اقتصادي مرستیال دغه غوښتنې داسې وخت کې کېږي، چې طالبانو تازه له امریکا سره هم د اړیکو نوې دروازې پرانېستې دي او تازه یې تېره ورځ یوه امریکایۍ هم له زندانه خوشې کړې ده.
که څه هم طالبان له ځینو هېوادونو سره ډېپلوماټيکې اړیکې لري؛ خو دغه ډله لا تر اوسه هېڅ چا هم په رسمیت نه ده پېژندلې. ان ګاونډی پاکستان بیا لا له دې ډلې سره په سختو ناندریو او وسلهوالو جګړو کې هم ښکېل شوی دی.
د ملا برادر په وینا، افغانان باید دا فکر له خپلو مغزو وباسي چې بهرنیان به د افغانستان د ودانۍ لپاره هلې ځلې کوي او یا به هم خوشحالۍ له ځانه سره راوړي.
هغه جلا وطنه افغانانو ته په اشارې سره وايي، په بهرنیو هېوادونو کې د هېڅ ډول مالکیت احساس نه لري او نه هم پکې خوشحالي موندلای شي.
د نوموړي په خبره، د تاریخ په اوږدو کې ثابته شوې چې هېڅوک یې غم په اوږو نه اخلي او نه یې هم څوک په پرمختګونو خوشحالېږي.
ملا برادر له افغانانو غواړی، څو د خپل هېواد د ټیکاو او پرمختګ لپاره سره یو موټی شي او هر ډول مخالفتونو ته شا کړي.
طالبانو بیا د دغو څرګندونو برعکس په هېواد کې خلکو سره چلند کړی دی. پخواني افغان سیاستوال یې له فعالیتونو منعه کړي او ان سیاسي ګوندونه یې هم بند کړي دي.
پر دغه ډلې نیوکه ده، چې دولتي ادارو کې یې یوازې د خپلې ډلې کسان ګومارلي او ان د ډېرو باتجربه کسانو پر ځای یې خپل دودیز ملایان په دندو ګومارلي چې د مسلکي کسانو تېښتې ته یې هم لاره برابره کړې ده.
په دغه اختریزه وینا کې نوموړي دا هم ویلي، چې افغانان اوس د طالبانو په واکمنۍ کې هر کال اختر د امن او خوشحالۍ په فضا کې نمانځي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله چې لا تر اوسه هم په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی، په تېر اختر کې هغه ته داسې منسوب غږیز پېغامونه خپاره شول چې ګوندې په کندهار کې یې د اختر لمانځه په مراسمو کې ګډون کړی او خلکو ته یې وینا هم کړې ده.
د ننني کمکي اختر تر دا مهاله د طالبانو مشر د راښکاره کېدو یا په عام محضر کې کومه وینا نه ده خپره شوې.
د پخواني نسکور شوي جمهوري نظام یو شمېر چارواکو او سیاستوالو په خپلو اختریزو پېغامونو کې نیوکې کړې، چې طالبانو پر افغانانو د ژوند کړۍ خورا تنګه کړې ده.
په دغو اختریزو پېغامونو کې د طالبانو پر بندیزونو او محدودیتونو سختې نیوکې شوې دي.