ملا هبت الله: د پخواني قانون یوه ماده هم نه منم، باید له سره نوی قانون جوړ شي

د طالبانو مشر وايي، د پخواني اساسي قانون یوه ماده هم نه مني او طالبان باید خپل نوی قانون جوړ کړي. هبت الله اخوندزاده په خپله اختریزه وینا کې ویلي، چې د دغې ډلې عدلیې وزارت او سترې محکمې پخواني قانین په لږ اصلاح ورته وړاندې کړي خو نوموړي رد کړي او ورته د منلو نه دي.

ښاغلی هبت الله زیاتوي، چې د دغې ډلې عالمان بوخت دې چې د «غرب» له اثر خلاص قانون جوړ کړي.

ملا هبت الله هغو نیوکو ته په اشاره چې افغانستان کې اساسي قانون نشته وايي:« موږ شپه او ورځ اخته یو، علما اخته دي. ګورئ داسي قانون نشته چې د غرب له چینې را روان وي. خود داسې قانون نشته. قانون دغه دی چې موږ یې دلته جوړ وو، سرچینه یې هم دلته ده او متخصصین یې هم دلته دي او جوړیږي هم دلته د غرب څخه کافي نشته. هغه غربي کارپوهان دلته کار نه پکښيې کوي..»

هبت الله په خپلو خبرو کې د دغه ډلې د نوې قانون په اړه وايي، چې د پخواني قانون هیڅ ماده او په هغه قانون اصلاح او تعادیل ورته د منلو وړ نه دی.« په عدليې وزارت کې به یې علما تر نظر باسي، هغه به الفاظ ور اصلاح کوي ګوري به یې، بیا به یې سترې محکمې ته استوئ، ستره محکمه به یې ګوري بیا به یې ماته استوئ. اوس چې هغه تر دې مراحلو تېر شوي دي ماته راغلي دي. بعضي داسې قوانین دې چې هغه زاړه اصلاح شوي دي، تعدیل شوي دي هغه ما بېرته په لاس ورکړي دي. ځئ داسې قوانین به جوړوی، چې خالص به پر شریعت جوړ وي، تاسي به یې دلته جوړوی د بل ځای مداخله به نه وي پکښي.»

نوموړی وايي، چې د دغې ډلې د عدلي وزارت او سترې محکمې تر کتنې وروسته ټول جوړیدونکي قوانین د ورستي ځل لپاره خپله ګوري.

تردې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره خبرو کې ویلي و، چې د افغانستان پخواني اساسي قانون ځیني مادې د تعادیل وړ دي او د دغې ډلې نوی قانون به ډیر ژر توشیح شي.

قانونپوهانو پر طالبانو نیوکه کوي، چې لا یې هم د نږدې درې نیمو کلونو واکمنۍ سره اساسي قانون نشته، چې له امله یې خلک سرګردان او د دې ډلې مختلفې ادارې د یوې بلې په چارو کې لاسوهنه کوي.