احمد مسعود: د حق او ازادۍ لپاره مبارزه تر ټولو ستر عبادت دی

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د کمکي اختر په مناسبت په خپل اختریز پېغام کې ویلي، چې د حق او ازادۍ لپاره مبارزه تر ټولو ستر عبادت دی.

د دغه جبهې مشر زیاته کړې:« دغه مبارزه یو اخلاقي مسوولیت دی چې د انساني ژمنتیا تر څنګ د وجدان د بېدارۍ تر ټولو لوړه بڼه هم ده.‌»

هغه هیله څرګنده کړې، چې دا کوچنی اختر به د افغانانو ترمنځ د یووالي، عدالت او ازادۍ په لاره کې یو نوی پیل وي.

د ملي مقاومت جبهه د طالبانو پر ضد وسله‌وال فعالیتونه لري، چې تر ډېره د هېواد په شمالي ولایتونو کې یې وسله‌وال ځای پر ځای شوي او پر یادې ډلې ان بمي چاودنې هم کوي.

د دغه جبهې مشر احمد مسعود په اروپايي هېوادونو کې څو، څو ځله په نړۍوالو غونډو کې هم برخه اخیستې او غوښتنه یې کړې، چې نړۍواله ټولنه باید ورسره د طالبانو خلاف جګړه کې ودرېږي.

د طالبانو ضد یوې بلې ډلې د ازادۍ جبهې د روژې میاشتې له کبله په مشروط ډول خپل وسله‌وال فعالیتونه درولي وو؛ خو تازه یې خبر ورکړی چې تر اختر وروسته به یو ځل بیا پر افغانستان د اوسنیو واکمنو خلاف فعالیتونه پیل کړي.

د اختر په مناسبت بېلابېلو افغان سیاست‌والو او د پخواني جمهوري نظام لوړپوړو چارواکو خپل نظرونه څرګند کړي.

دوی په دغو پېغامونو کې تر ډېره د طالبانو له سختدریځه بندیزونو یادونه کړې او نیوکې یې کړې، چې دغې ډلې د خپلو افراطي افکارو له مخې لا تر اوسه خپلو ناسمو کړنو ته دوام ورکړی.