طالبانو په کابل او بلخ کې د قدس ورځې لاریونونو لپاره د اجازې غوښتنه رد کړه

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي چې طالبانو په کابل او بلخ کې د قدس ورځې لاریونونو لپاره د تبیان مرکز د اجازې غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی دی.

سرچینو د جمعې په ورځ (د وري ۸مه) زیاته کړې، د طالبانو له‌خوا د دې غوښتنې تر رد ځواب وروسته، د قدس ورځې مراسم په کابل کې د دغه مرکز په دفتر کې ترسره شوي او ګډون‌والو یې د اسراییل بیرغ هم سوځولی دی.

د روژې میاشتې وروستۍ جمعه د ایران اسلامي جمهوریت د بنسټ اېښودونکي روح‌الله خمیني په امر د «قدس ورځې» په نوم نومول شوې ده.

د ایران اسلامي جمهوریت هرکال په همدې مناسب د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې دا ورځ نمانځي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د تبیان مرکز پلان درلود چې دا مراسم په کابل او بلخ ولایتونو کې د غونډو له لارې ترسره کړي، خو د طالبانو له مخالفت سره مخ شوي دي.

په کابل کې د تبیان مرکز دفتر له‌خوا په خپاره شويو انځور کې لیدل کېږي چې د دغه مرکز مشر عیسی حسیني مزاري د اسرايیل د سوځېدلي بیرغ تر څنګ ولاړ دی.

په افغانستان کې وروستي کلونه دغه مراسم د ایران اسلامي جمهوریت په سیاسي استازولیو کې د طالب چارواکو په ګډون سره ترسره کېدل او دغې ډلې او د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو په ګډه د لمانځه اقامه کوله.

عیسی حسیني مزاري په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت ته نږدې کس یادېږي او نوموړي له دې مخکې د طالبانو ملاتړ کاوه.

په افغانستان کې د قدس ورځې نمانځنې انتقادکوونکي وايي چې د ایران اسلامي جمهوریت دا ورځ په اسلامي هېوادونو کې د خپل نفوذ د پراختیا په موخه د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.