ټي ټي پي درې ورځې اوربند اعلان کړ

تحریک طالبان پاکستان وايي، د کوچني اختر په دریو ورځو کې یو طرفه اوربند کوي. ټي ټي پي په خپله خبرپاڼه کې ویلي« چې د تحریک طالبانو پاکستان مشرتابه پرېکړه کړې، چې د کوچني اختر په مناسبت به د پاکستان د خلکو د خوښۍ لپاره درې ورځنی اوربند وي.»

دې ډلې نن د مارچ ۲۹مه خپره شوې خپلو ټولو وسلوالو ته امر کړی چې هغه وسلوال چې په ټول هېواد کې په محاذنو کې دي، باید له اختر یوه ورځ مخکې او د اختر په اوله او دوهمه ورځ هیڅ ډول اقدام ونه کړي.

همدراز ټي ټي پي خپلو وسلوالو ته ویلي چې که دوښمن اقدام وکړي، باید له ځانه دفاع وکړي.

تحریک طالبان پاکستان په پاکستان کې تېر لوی اختر هم درې ورځنی اوربند کړی و.

له ۲۰۲۱ کال وروسته دا دریم ځل دی چې تحریک طالبان پاکستان د اوربند اعلان کوي.

تر اوسه پاکستان د ټي ټي پي د دې اوربند په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.