د جلا وطنو اختر؛ په پاکستان کې د جبري اېستلو له وېرې افغانو کورنیو د اختر تیاری نه دی کړی
په پاکستان کې سږکال د افغان کډوالو اختر د جبري اېستلو له وېرې او د دوی له نامعلوم راتلونکي سره مل دی. ډېریو کورنیو د تېر په څېر اختر ته تیاري نه ده نیولې او خپل راتلونکي ته اندېښمن دي.
د پاکستان حکومت کارت لروونکو افغانانو ته د مارچ تر ۳۱مې ضرب الاجل ټاکلی، چې له دغه هېواد څخه ووځي او افغانستان ته ستانه شي.
د پاکستان دغې پرېکړې هغه افغانان هم اغېزمن کړي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره د ژوند خوندي کولو په موخه پاکستان ته تللي دي.
سعودي عربستان او د طالبانو حکومت د یکشنبې ورځ د کمکي اختر اعلان وکړ او له دغه افغانانو زیات شمېر یې داسې دي، چې له سعودي سره یې روژه نیولې وه خو د اختر لپاره کومه ځانګړې تیاري یې لا نه ده کړې.
د اسلام اباد په یوه ښارګوټي کې افغان اوسېدونکی حارث ناصري افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «په پردي وطن کې خو اصلا اختر نه وي، له مور پلار او ورونو لېرې، داسې لکه چې زړه دې وي او د زړه سر دې نه وي. له وطنه او له خپلو خلکو لېرې والی خورا سخت وي او بیا په داسې مناسبتونو کې خو بیخي د زړه خوراک وي، بس کرار ویده یو، نه چا کره تګ نه له چا سره د اختر مبارکي او نه هم کومه خوا سفر.»
ناصري وویل چې زیات شمېر کورنۍ داسې دي، چې د ویزو تمدید ته یې کاغذونه استولي خو ویزې یې لا هم نه دي تمدید شوي نو د پولیسو له ډاره په کورونو کې بند دي.
خو د بشر حقونو فعاله طوبا بیا په دې باور ده، چې د فقر او کډوالۍ ژوند کوونکو ته اختر بې معنا دی، ځکه د اختر جشن د هغه چا لپاره وي چې په خپل کور او وطن کې ژوند کوي.
نوموړې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «په افغانستان کې اختر د خوښۍ اختر وي، هلته تاسو د اختر اصلي معنا احساسوئ. زما لپاره تر ټولو ښکلی اختر په افغانستان کې دی، ځکه کور، خپلوان او کورنۍ مې پکې دي».
طوبا زیاتوي، چې ښایي پاکستان به هم خپل ښایست ولري خو زما لپاره نه، ځکه زه افغان کډواله یم.
نوموړې زیاتوي: «خو موږ افغان کډوال یو، نه وطن لرو نه کورنۍ، نه خپلوان، په افغانستان او پاکستان کې اختر زما لپاره لوی توپیر لري. دلته ژوند او د اختر په څېر جشنونه خپله خوښي نه لري. فقر او کډوالي ښکلې نه ده. او دا کډوالي زموږ تر ټولو لوی مجبوریت دی.»
د بشري حقونو دغه فعاله وایي، چې د اختر لپاره مې هېڅ ډول امادګي نه ده نیولې او دلته زیات شمېر افغان کورنۍ داسې دي چې اختر یوازې د اسلامي حکم له مخې لمانځي او افغاني دودونه پکې نه ترسره کوي.
په پېښور کې مېشت کډوال شاکر وایي، چې د وطن اختر لپاره چې کومې تیارۍ ترسره کېږي هغه په مسافرۍ او په تېره کډوالۍ کې امکان نه لري.
نوموړی وایي: «زه دلته مسافر یم، نه مې جامې کړي او نه مې څپلۍ او بوټان اخیستي، بس په غمجن ماحول کې د اختر له لمانځه وروسته لومړی مور او پلار ته زنګ وهم، بیا خویندې او وروڼو ته زنګ ووهم، وروسته ملګرو او خپلوانو ته د سوشیل میډیا له لارې د اختر مبارکۍ ورکوم او بیا په ډېرې ناهیلۍ او د بۍ کسۍ په تشویشونه اختر په خوبونو تېر کړم.»
د خېبر پښتونخوا په پېښور کې هم افغان کډوال نږدې په دغه حالت کې دي، چې د دې اختر لپاره یې زیاتې تیاریانې نه دي کړي.
په دغه هېواد کې د اختر لپاره د تیارۍ نه کولو ستر لامل افغان کډوالو ته د جبري اېستلو نېټه ده، چې د پاکستان حکومت له خوا ورکړل شوې ده.
د خېبر پښتونخوا صوابۍ ولسوالۍ کې د افغان کډوالو په ګډون پنډغالي کې یو افغان کډوال فرمان الله چې د ننګرهار اوسېدونکی دی افغانستان انټرنشنل - پشتو ته وویل: « زموږ اخترونو د وطن له اخترونو سره ډېر فرق نه کاوه، ځکه موږ دلته په زیات شمېر اوسېږو او بیخي ډېر وخت مو دلته تېر کړی خو اوس د پاکستان حکومت موږ ته ډېره لنډه نېټه ټاکلې چې خپل وطن ته مو ستانه کړي، نو اختر ته مو د پخوا په څېر تیاري نه دی نیولی.»
په افغانستان کې د اختر دودونه رواجونه
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې کوچنی اختر له مختلفو دودونو سره لمانځل کېږي.
په ډېرو سیمو کې د اختر لمانځل فرق لري، که څه هم د اخترونو د لمانځلو بڼې دېر فرق نه لري خو ځينې دودونه په خاصو سیمو پورې محدود دي.
د اختر لپاره تیاریانې ترسره کېږي او ښارونه په عمومي توګه له ګڼې ګوڼې څخه ډک وي.
د ماشومانو لپاره د اخترونو لمانځل فرق کوي، خو لویان تر ډېره د اختر ورځې د خپلو خپلوانو کورنیو سره ګوري او خوشالۍ سره ویشي.
د اختر په سهار په لويو ښارونو کې خلک د اختر لمانځه ته ځي او هلته یو له بل سره د لمانځه وروسته د اخترمبارکۍ کوي، خو په کلیو او بانډو کې چې د اختر لمونځونه نه کېږي نو هلته یوازې د سهار له لمانځه وروسته د ملا له تبلیغ او خبرو وروسته یو بل په غېږ کې نیسي او د اختر مبارکۍ ورکوي.
خلک د اخترونو په رارسېدو سره خپل ځان لپاره خولۍ، کالي، څپلۍ او نور توکي رانیسي، ځکه په اخترونو کې دا عامه ده چې نوې جامې په تن کړي.
له دې وروسته بیا یو د بل کوټې (حجرې) یا مېلمه خونو ته ځي او هلته یو له بل سره ستړي مشي کوي او دا ورځ په خوښیو او خوشحالیو سره لمانځي.
همدا ډول ماشوم د کورنۍ له غړو پیسې اخلي چې په زیات شمېر ځایونو کې ورته عیدي وایي او بېلابېلې لوبې کوي، خو ځوانان بیا په مېلو بوخت وي او تر ډېره نورو ښارنو ته د مېلو لپاره ډلې ډلې ځي.
تنکۍ جینکۍ (نجوني) او تنکي ماشومان د اختر په شپه خپل لاسونه په نکریزو سره کوي او مختلفې نقشې پرې کاږي.
په پاکستان کې د کډوالو اختر
په پاکستان مېشت افغان کډوال بیا له دې ډول دودونو او رواجونو بې برخې دي، زیات شمېر کورنۍ د نامعلوم سفر په موخه له خپل هېواد څخه جلا وطنه شوي او له سختو اقصادي مشکلاتو سره مخ دي او همدا ډول یو شمېر کورنۍ داسې هم شته چې د قانوني اسنادو پرته یې ژوند هغه ډول نه دی چې د اخترونو لپاره تیاری وکړي.
اوس چې پاکستان د افغان کډوالو د جبري ستنولو پیل کړی، نو په ټولو ښارونو کې د پولیسو له لورې د افغانانو سختې پلټنې روانې دي، چې تر اوسه لسګونه زره افغانان نیول شوي او بېرته ستانه کړل شوي.