عبدالله: افغانان دې له اسلامي او انساني حقونو په استفادې د هېواد ابادۍ کې ونډه واخلي
د سولې عالي شورا مخکېني رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د کوچني اختر په مناسبت پيغام کې هیله ښودلې، چې د خلکو د دعاګانو په برکت افغانان له اسلامي او انساني حقونو په استفادې د هېواد ابادۍ کې ونډه واخلي.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «هیله لرو چې د خلکو د دعاګانو په برکت، زموږ هېوادوالو ته د ټولنیز عدالت تر سیوري لاندې با عزته ژوند زمینه برابره کړي، څو افغانان وکولای شي چې د اسلامي او انساني حقونو څخه په استفادې د هېواد د ابادۍ په کاروان کې ونډه واخلي.»
هغه په خپل پیغام کې ټولو هېوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته د کوچنی اختر د مبارکۍ تر څنګ ویلي، هیله لري چې ټول هېوادوال د اختر ورځې د خپلو کورنیو ترڅنګ په خوښیو او خوشالیو تېرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر عبدالله عبدالله مخکې د هېواد دوو پخوانیو ولسمشرانو محمد اشرف غني او حامد کرزي هم په جلا - جلا پیغامونو کې د اختر مبارکي ویلې ده.