حامد کرزی: د نجونو پر زده کړو بندیز د پرمختګ لپاره ستر خنډ دی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کمکي اختر په مناسب هېوادوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، چې ټولنې له زده کړو پرته پرمختګ نه شي کولی او د نجونو پر وړاندې د زده کړو د مرکزونه بند پاتې کېدل د پرمختګ پر وړاندې ستر خنډ دی.
سعودي عربستان اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې د شوال میاشت لیدل شوې او سبا یکشنبه د کمکي اختر لومړۍ ورځ ده.
هم مهاله د طالبانو حکومت هم د میاشت د لیدلو خبر ورکړ او سبا یې د کمکي اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.
حامد کرزي په خپله فېسبوک پاڼه کې ټولو هېوادوالو ته د کمکي اختر مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، چې د يو ملت په توګه باید په پوره اتحاد، اتفاق، ورورگلوۍ او وطنپالنه د خپل هېواد د ابادۍ او پرمختگ لپاره هڅه وکړو.
نوموړي همدا راز ویلي: «روښانه ده چې هېڅ ټولنه بې له علم او زدهکړې ترقۍ او سوکالۍ ته نه رسېږي؛ له همدې امله په تاکيد سره بيا تکراروم، چې د نجونو پر مخ د تعليمي مراکزو بند پاتې کېدل او د ښځو د کار ممانعت د هېواد د ترقۍ لپاره ستر خنډ دی. که غواړو خپلواکه، باعزته، اباد او مترقي و اوسو ضروري ده چې تعليم ته بېړنۍ، اساسي او جدي پاملرنه وکړو او لازمه زمينه ورته برابره کړو څو ددې لرغونې خاورې بچيان (نجونې او هلکان) د خپل علم په وسيله گران هېواد د پردیو له احتياجه خلاص کړي او پر خپلو پښو یې ولاړ له سيالانو سره سيال کړي.»
کرزي د اختر د مبارکۍ ترڅنګ د هېواد له سوداګرو او پانګوالو غوښتي، چې له اړمنو سره د تسليت او مرستې تر څنګ په هېواد کې د پانګونې او کار پيدا کولو مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو د خلکو د کار او ژوند اړتياوې تر ډېره حده پوره شي.
دغه پخواني ولسمشر د ملي خبرو اترو په اړه هېله څرګنده کړې او ویلي یې دي: «هیله مند یم چې د کوچني اختر په رارسېدو سره د خدای د رحمت دروازې پر موږ ټولو پرانېستل شي، ترڅو د ملي خبرو اترو له لارې د ټولو افغانانو خیر، سوکالي او سولې او ثبات ته ورسېږي.»
د طالبانو سترې محمکې سبا یک شنبه په هېواد کې د کمکي اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه، خو په ټول هېواد کې فقر منګولې لګولي، کاري فرصتونه کم شوي او د بې روزګارۍ له امله هېوادوالو کډوالۍ ته مخه کړې ده اږ هره ورځ زرګونه هېوادوال په مرګونو لارو افغانستان پرېږدي او نورو هېوادنو ته د مزدورۍ لپاره ځي.