د مردان ولسوالۍ د کاټلنګ د بابوزۍ او شموزو اوسېدونکي وايي، د ځايي شپنو کورنۍ په نښه شوې او وژل شویو کې ماشومان او ښځې هم دي.
ځايي سرچینې هم وايي چې وژل شوي کسان عام خلک دي او زیاتوي چې پاکستاني ځواکونو د وسلوالو په پلمه د عامو خلکو پر کورونو هوايي بریدونه کړي دي.
د کاټلنک ولسوالۍ اوسېدونکو د لسو وژل شویو جسدونه د احتجاج په توګه د مردان او سوات موټروې ته راوړي او لاره یې تړلې ده.
په همدې حال کې د جماعت اسلامي ګوند غړی او د پاکستان پخواني سناتور مشتاق احمد په اېکسپاڼه کې لیکلي چې د پاکستان حکومت د مردان په کاټلنګ او شموزو کې په یوه ډرون برید کې د ۹ تنو د وژل کېدو ادعا کړې ده.
خو هغه لیکلي، چې پاکستاني پوځ د عملیاتو او ډرون بریدونو کې بې ګناه پښتانه وژلي او د ترهګرو په واسطه یې هم وژني.
دغه پخواني سناتور مشتاق احمد لیکلي:« په دې روژه کې د اختر رارسېدو سره د غریبو زحمت کشه پښتنو وژل نه پښونکی جرم دی.»
په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان د استخباراتو اړوند اکونټونو کې لیکل شوي، چې په دغو عملیاتو کې ګڼ شمېر خوارج چې دوی یې پاکستاني طالبان ګڼي وژلي دي.
دوی زیاوي چې په دغو عملیاتو کې د وسلوالو مرستندویان هم وژل شوي دي.
دوی د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې په دغه سیمه کې د اختر پرمهال د بریدونو لپاره پلان جوړوېده او دوی د مردان کاټلنګ په غرنیو سیمو کې پټنځي جوړ کړي و.
د پښتونخوا د ایالتي حکومت ویاند بېرسټر سیف هم په یوه بیان کې دا پېښه تایید کړې او منلې ده، چې په دې برید کې عام ځايي خلک په نښه شوي دي.
بېرسټر سیف وايي چې دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي .