معصوم ستانکزی: هغه رهبر چې د خلکو غږ اورېدلی نه شي عبادت یې تر سوال لاندې دی
د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس معصوم ستانکزي د اختر په ماسبت پیغام کې د طالبانو مشر ته په اشارې سره ویلي: «هغه رهبر چې د خلکو غږ اورېدلی نه شي عبادت یې تر سوال لاندې دی.»
نوموړي په خپل اېکس کې د افغانستان خلکو ته د اختر د مبارکۍ ترڅنګ لیکلي، چې له کلونو راهیسې افغانانو اخترونه په اوښکو او لوږې سره لمانځلي دي.
معصوم ستانکزی وایي: «کلونه کېږي، چې زمونږ هېوادوالو اخترونه کله په اوښکو او وینو، کله په لوږې او کله هم په دوامداره کډوالۍ سره لمانځلي دي.»
سږکال اختر په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې زرګونه افغانان کډوال شوي او په ځینو ګاونډیو هېوادونو کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.
ناوړه اقتصادي وضعیت، د طالبانو ترمنځ اختلافونه، امنیتي اندېښنې او په بې سارې توګه د کډوالۍ دوام هغه ستونزې او اندېښنې دي، چې افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو او سعودي عربستان د اعلان له مخې، سبا د وري ۱۰مه د اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده.
افغانان به د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د اختر لمونځ په ادا کولو سره اختر پيل کړي.
د معصوم ستانکزي په ګډون ګڼو مشرانو بیا د اختر په تړاو سملاسي د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي دي.