نبیل: طالبانو په رسمي توګه خپلو ادارو کې د پاکستان څارګرې شبکې 'ای ایس ای' نفوذ تایید کړ
د پخواني جمهوري حکومت د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل وايي، چې د طالبانو استخباراتو له لوري د دغې ډلې په ادارو کې د پاکستان د څارګرې ادارې پراخ نفوذ تایید شوی. وايي، طالبان اوس په دې لټه کې دي چې په خپلو ادارو کې د پاکستاني استخباراتو نفوذ راکم کړي.
هغه پر اېکس پاڼه د (وري ۹مه) د طالبانو د استخباراتو اړوند «۳۷۶ ریاست» یو مکتوب خپور کړی، چې په کې د طالبانو د جوړښتونو دننه د پاکستان څارګرې ادارې له پراخ موجودیت څخه اندېښنه ښودل شوې ده.
پر دغه مکتوب د طالبانو استخباراتو د یاد ریاست د مشر ډاکټر بشیر لاسلیک هم شته.
په مکتوب کې راغلي، سره له دې چې (ای اېس ای) د طالبانو په اداراتو کې ځانګړی نفوذ لري، خو بیا هم د هدفي وژنو په ترسره کولو کې پاتې راغلې ده.
همدا راز زیاته شوې، د پاکستان د څارګرې شبکې نفوذي کسان اوس مهال د وسلو له کمښت سره مخ دي او پاکستان هڅه کوي، څو خپلو دغو جاسوسانو ته وسلې ولېږدوي.
په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې د ای اېس ای له لوري تابیا شوې، څو د طالبانو دننه خپلو کسانو ته وسلې ولېږي او د طالبانو د استخباراتو له څانګو غوښتل شوي تر څو د دغه چارې مخنېوی وکړي.
د پخواني حکومت د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل همدې مکتوب ته په اشارې سره ویلي، چې طالبانو د خپلو جوړښتونو دننه د پاکستان د استخباراتو نفوذ تایید کړی دی.
تر دې مخکې هم داسې روایتونه شته چې ګوندې ان د طالبانو د رهبرۍ یو شمېر غړي د پاکستان له څارګرې شبکې سره نږدې اړیکې لري او ان د دوی تر واکمنۍ دمخه هم پرې ادعا وه، چې یاد سازمان د طالبانو تر شاه ولاړ و.
د پاکستان ځینو سیاستوالو هم په خپلو ویناوو او رسنیو سره مرکو کې منلې چې د دغه هېواد څارګرې شبکې په پراخه توګه د طالبانو ملاتړ کاوه.
د امنیتي چارو کارپوهانو او د پخواني نظام چارواکو له پخوا راهیسې نیوکې کولې چې پاکستان د طالبانو تر شاه ولاړ دی او ان د تجهیز په برخه کې هم ورسره مرستې کوي.
اوس چې طالبان پر افغانستان واکمن دي تر بل هر چا په ښکاره توګه له پاکستان سره په تقابل او ناندریو کې ښکېل دي.
پاکستان اندېښنه لري چې ګوندې طالبانو تر خپل سیوري لاندې د دوی ضد وسله والو ډلو ته ځای ورکړی او له افغانستانه د «ټي ټي پي» په ګډون نورې وسله والې ډلې د دوی پر ضد بریدونه پلانوي، خو طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي.
طالبان هم د پاکستان خلاف ورته څرګندونې کوي او څو څو ځله یې لوړ پوړو غړو نیوکه کړې چې ګوندې یاد هېواد په خپله خاوره کې د افغانستان پر ضد داعش ترهګر روزي او ورته یې پناه ځایونه ورکړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر عباس ستانکزي په یوې مرکه کې ویلي وو، داسې شواهد ورسره شته چې ثابتوي د پاکستان پوځ د داعش روزنیز مرکزونه جوړ کړي او د ترهګریز فعالیتونو لپاره د دغه ډلې غړي افغانستان ته لېږي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ دغو روانو ناندریو هم ډول ډول غبرګونونه رابرسېره کړي دي. ځینې بیا د دغو اړیکو خرابیدل سمبولیک ګڼي او فکر کوي چې ګوندې د یوې سیاسي ډرامې دوام دی.
خو ځینې نور بیا باور لري، چې پاکستان د خپل بل کړي اور په لمبو سوځي او طالبان یې دومره زورو کړي چې اوس خپله د دوی خلاف راپاڅیدلي دي.