په فرانسه کې یوه افغان بل افغان وژلی

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د افغانانو کلتوري ټولنه وايي، چې د پنج شنبې په ورځ ناوخته د بغدو ښار په فلاس دې لا وېکټوریا سیمه کې یوه افغان بل افغان کډوال په چاقو سره وژلی دی.

په ټولیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې ویډو کې لیدل کیږي، چې د یوه کس په لاس کې په وینو ککړ چاقو دی او څنګ ته یې بل کس ښکاري چې مرۍ یې پرې شوي دي.

په پاریس کې د افغانانو کلتوري ټولنې مشر شاه رسول اوریاخیل افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره خبرو کې وویل، چې د هرات ولایت اوسیدونکي نور اغا خپل ملګری ۲۶ کالن عبدالوهاب په قاچاقو سره وژلی.

نوموړی وايي، پولیسو د عبدالوهاب د وژنې په تور نور اغا د پیښي په ځای کې نیولی.

نور اغا پولیسو ته ویلي، چې عبدالوهاب یې د کورنۍ په مخ کې بې احترامې کړې وه.

د بغدو پولیسو د عبدالوهاب د وژل کېدو د پېښي د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړې دي.

پولیسو ویلي چې ۳۰ کلن نور اغا لپاره د قصدي قتل قضیه پرانیستل شوې او ییاده قضیه د جرمونو څانګه له خوا څیړل کیږي.

پر همدغه مهال سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې عبدالوهاب او نور اغا په یوه کور کې استوګن وو او د کور د لګښتونو لپاره د پیسو پر حساب او کتاب یې لانجه لرله.

نږدې کال مخکې هم فرانسه کې د فراه یوه اوسېدونکي د ننګرهار یو اوسېدونکی په دې وژلی و، چې خپل پور یې ترې غوښتی و.

دوه ورځې وړاندې د امریکا په ټکساس ایالت کې هم د مسیح الله په نوم یوه افغان کډوال عبدالرحمان نیازی په خپل دفتر کې وواژه.

پولیسو د عبدالرحمن نیازي د وژنې په تور مسیح الله نیولی خو لا هم د نیازې د وژنې انګیزه نه ده څرګنده.