طالبان: له ټرمپ سره خبرو ته چمتو یو خو امریکایي وسلې او تجهیزات بېرته نه ورکوو
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې طالبان چمتو دي، څو د ټرمپ له ادارې سره په بېلابېلو برخو کې خبرې اترې وکړي، خو په خبره یې چې افغانستان کې ترې پاتې امریکایي وسلې او پوځي وسایل به هېڅکله بېرته ورنه کړي.
هغه له یوې امریکایي رسنۍ سي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې دغه څرګندونې کړي او په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو پاتې شوې وسلې او تجهیزات یې د افغانستان ملکیت وګڼل.
بلخي د هغه پوښتنې په ځواب کې چې ګوندې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به تر هغې پورې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې نه کړي، تر څو چې پاتې شوې وسلې او وسایل ورنه کړل شي هم غبرګون وښود.
هغه وویل، د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ د خلکو ملکیت دی، چې د امریکا له لوري په ناقانونه توګه پرې بندیز لګیدلی او ژر تر ژره دې ازادې شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ډاګه وویل، چې دوی چمتو دي څو په بېلابېلو برخو کې د ټرمپ له ادارې سره خبرې اترې وکړي او ان امریکا کولای شي په افغانستان کې خپل سفارت هم بېرته پرانېزي.
هغه همدا راز له متحده ایالتونو وغوښتل چې په یاد هېواد کې د افغانانو ستونزو ته په کتو د کونسلي خدمتونو اړتیا لیدل کېږي او طالبانو ته باید اجازه ورکړل شي، څو په واشنګټن کې خپل سفارت پرانېزي.
هغه په ټینګار سره دا خبره وکړه، چې طالبان له امریکا سره د خپلو اړیکو عادي کولو ته ژمن دي.
د بلخي په وینا، طالبان چمتو دي چې د امنیتي مسایلو تر څنګ پر بېلابېلو مسایلو له متحده ایالتونو سره د مذاکراتو مېز ته کېني او د اړیکو پر پراختیا هم خبرې اترې وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ګوندې د داعش د ځپلو په برخه کې د امریکا مرستې ته اړتیا لري که نه په څرګنده توکه د انکار ځواب ورکړ.
بلخي وویل: «داعش د افغانستان د خلکو له افکارو سره په ټکر کې دی او افغانانو په فکري لحاظ دغه ډله محوه کړې ده.»
د هغه په خبره، طالبان خپلې هغه وعدې ته ژمن دي، چې د افغانستان خاوره به د امریکا په ګډون د هېڅ هېواد پر ضد نه کاروي او د ټرمپ اداره هم له افغانستان څخه ورته غوښتنې لري.
سره له دې چین د کانونو د کیندنې په برخه کې له طالبانو سره اړیکې خوږې کړي، خو عبدالقهار بلخي امریکایي پانګه والو او شرکتونو ته بلنه ورکوي څو د کانونو په برخه کې پانګونې وکړي.
هغه ټینګار کړی، چې افغانستان اوس مهال د ښه امنیت او ثبات څخه برخمن دی او د پانګونې په برخه کې یې د هر چا پر مخ دروازې خلاصې دي.
طالبان داسې مهال له امریکا سره د اړیکو پر عادي کولو ټینګار کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا د سولې پخواني استازي زلمي خلیلزاد د یوه امریکایي پلاوي په ترکیب کې تېره اوونۍ کابل ته تللی و.
دغه امریکایي پلاوی د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره ګډه ناسته کړې او په ښکاره ویل شوي، چې دغه ناسته یوازې د امریکایي زندانیانو د خلاصون په موخه شوې، خو باورونه دا دي چې ځینې نور مسایل هم په کې بحث شوي دي.
د راپورونو له مخې امریکایي پلاوي په ښکاره ټکو طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې ټرمپ له امریکایي وسلو او پوځي تجهیزاتو څخه تیریدونکی نه دی او باید بېرته ورته وسپارل شي.
د افغانستان د پخواني جمهوري نظام ځینو چارواکو دا هم یاده کړه، چې د دغه امریکایي پلاوي د سفر پر مهال طالبانو خپلو کسانو ته لارښوونه کړې وه، څو د دوی په مخ کې امریکایي وسلې او تجهیزات ښکاره نه کړي.
د دغه پلاوي د سفر پر مهال طالبانو یو امریکایي وګړی جورج ګلزمن هم له بنده خوشې کړ او د زلمي خلیلزاد په ګډون د زندانونو په چارو کې د ټرمپ سلاکار اډم بوایلر لاس په لاس له کابل ځان سره یوړ.