اېمل ولي خان: د یکشنبې په ورځ کوچنی اختر لمانځو
د پښتونخوا د عوامي ګوند مشر اېمل ولي ویلي، چې د یکشنبې په ورځ به کمکی اختر ولمانځي. نوموړي ویلي، چې د روژې په څېر به د نړۍ له مسلمانانو سره اختر هم لمانځي او د شوال میاشت لیدل شوې ده. د پاکستان مرکزي کمیټې تراوسه د اختر اعلان نه دی کړی.
هغه وویل: «د نړۍ ټولو مسلمانانو ته په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان مظلومو مسلمانانو ته د زړه له کومې د کوچني اختر مبارکي وایم.»
په سعودي عربستان کې د شوال میاشت لیدل شوې او سبا به کوچنی اختر وي
اېمل ولي خان زیاته کړې، چې وضعیت ته په کتو سره به په دې اختر کې په ولي باغ کې ناسته هم ممکنه نه وي.
نوموړي ویلي، چې اړمنو او بې وزلو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.
د يادونې وړ ده، چې د سعودي عربستان په ګډون په ګڼو خليجي هېوادونو کې د شوال مياشت ليدل شوې او سبا به کوچنی اختر لمانځل کېږي.
نن په ټول پاکستان کې د روژې ٢٨مه ورځ وه او د شوال مياشت ليدلو لپاره به د مرکزي کمېټې غونډه د یکشنبې په ورځ کېږي.