پاکستاني چارواکی: طالبانو سره به د ترهګرۍ موضوع په اغېزمنه توګه مطرح کړو

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې د طالبانو حکومت ته د ترهګرۍ موضوع په اغېزمنه توګه مطرح کړي. دا پرېکړه داسې مهال کېږي، چې په دغه هېواد کې د ناامنۍ پېښې د پخوا په پرتله خورا ډېرې شوې دي.

دغه خبرې هغه وخت مطرح شوې، چې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ د ترهګرۍ ضد کمېټۍ دويمه غونډه ترسره شوه او د دې هېواد لوړ پوړو چاوراکو پکې ګډون کړی و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دغه ناسته کې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان لپاره د ترهګرۍ ضد ادارو په جوړولو ټينګار وکړ.

په دې ناسته کې دا پرېکړه وشوه، چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې به د طالبانو حکومت ته د ترهګرۍ موضوع په اغېزمنه توګه مطرح شي.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په دې ناسته کې ټينګار وکړ، چې باید د بهرنیو وګړو په کلکه څارنې ترسره شي.

پاکستان په دې وروستیو کې له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دی او د نورو وختونو په پرتله پکې امنیتي پېښې ډېرې شوې دي.

خېبر پښتونخوا او بلوچستان هغه ایالتونه دي، چې د امنیت له پلوه تر نورو ډېر ناامنه دي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې په پاکستان کې د ناامنۍ رامنځته کوونکې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې برېدونه پلان کوي.

د طالبانو حکومت بیا په وار - وار سره د پاکستاني چارواکو دغه ادعاوې رد کړې دي.