نور: هیله لرم چې دا د طالبانو وروستی اختر وي

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې ویلي، چې هیله لري دا د طالبانو وروستی اختر وي. نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې له څلورو کلونو راهیسې د افغانستان خلک د طالبانو د نامشروع او ظالمانه واکمنۍ تر سیوري لاندې اختر لمانځي.

نور دغه راز زیاتوي، چې یادې ډلې د افغانستان د خلکو خوشحالۍ د ظلم او جفا تر سیوري لاندې نیولي دي.
د هغه په خبره: «هیله لرم، چې دا اختر د طالبانو د نامشروع واکمنۍ د پایته رسېدو او د ډېموکراسۍ پیل وي، افغانستان له سیاسي انزوا څخه ووځي او د ترهګرو د روزلو له ځای څخه وژغورل شي، ترڅو یو ځل بیا په کور دننه او بهر کې خپل پخواني ځای ته ورسېږي.»
عطا محمد نور همداراز ویلي، هیله من دی چې را روان اختر په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو لپاره د سولې د پیل، یووالي او برکت لامل شي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو او سعودي عربستان د اعلان له مخې، سبا د وري ۱۰مه د اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده.
افغانان به د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د اختر لمونځ په ادا کولو سره اختر پيل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د اشرف غني، حامد کرزي، عبدالله عبدالله او معصوم ستانکزي په ګډون ګڼو مشرانو د اختر په تړاو د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي دي.